د فارس خلیج د ملګرتیا شورا هیڅ قدرت نه لري
(last modified Sun, 13 Jan 2019 06:39:15 GMT )
Jan 13, 2019 11:09 Asia/Kabul
  • د فارس خلیج د ملګرتیا شورا هیڅ قدرت نه لري

د قطر خارجه وزیر په دوحه کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له عمومي منشي عبداللطیف الزیاني او د عمان له خارجه وزیر یوسف بن علوي سره په کتنه کښې وویل: د فارس خلیج د ملګرتیا شورا او عمومي منشي یې هیڅ قدرت نه لري.

العالم چینل د روسیا الیوم له قوله خبر ورکړی چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني نن له عبداللطیف الزیاني او یوسف بن علوي سره په ملاقات کښې چې دوحې ته په سفر تللي دي، وویل: د فارس خلیج ملګرتیا شورا نویو اصولو او قوانینو ته ضرورت لري.

په دغه کتنه کښې الزیاني او بن علوي د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د بهیر او د دواړو لورو د خوښې وړ مسائلو په هکله د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې اترې وکړې.

خبر زیاتوي چې قطر ته د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د عمومي منشي عبداللطیف الزیاني او د عمان د خارجه وزیر یوسف بن علوي د سفر هدف له سیمه ایزو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د دې شورا د بیا فعالولو په هکله سلامشورې بلل شوی دی.

د ویلو ده چې د فارس خلیج ملګرتیا شورا د عربستان، بحرین، متحده عرب اماراتو، قطر، عمان او کویت د شپږو هیوادونو په غړیتوب سره د اقتصادي او پوځي پیوستون او ملګرتیا په موخه د ۱۹۸۱ کال په مۍ میاشت کښې جوړه شوې ده.

 

ټیګونه