دجنوب ختیځي آسیا اتحادیه، په ۲۰۱۹کال کې ئې په وړاندې چیلنجونه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79654-دجنوب_ختیځي_آسیا_اتحادیه_په_۲۰۱۹کال_کې_ئې_په_وړاندې_چیلنجونه
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې ...... سره د خپل ملګري ...... د جنوب ختیځي آسیا د اتحادئې (آسه ان ) د وضعّیت او په ۲۰۱۹کال کې د روانو چیلنجونو په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ، هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2019 12:57 Asia/Kabul
  • دجنوب ختیځي آسیا اتحادیه، په ۲۰۱۹کال کې ئې په وړاندې چیلنجونه

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې ...... سره د خپل ملګري ...... د جنوب ختیځي آسیا د اتحادئې (آسه ان ) د وضعّیت او په ۲۰۱۹کال کې د روانو چیلنجونو په باب له ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ، هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ

دجنوب ختیځي آسیااتحادئې (آسه ان )د کابو شپږسوه شپیته میلیون  نفوسو  په درلودلو  او  په نړۍ کې د اقتصاد د شپږم ستر لوبغاړي په توګه،  په ۲۰۱۸کال کې ډيرچیلنجونه او مشکلات  تیر کړي دي .

  په دغو چیلنجونو کې د انډونیشیا له سونامي رانیولې ددغه هیواد په څير د سیمې ځينو هیوادونو ته دداعش تکفیری ترهه ګرو تر ورغزیداپورې،د چین او امریکاسیالیو او پر آسه ان د هغو منفي اغیزې او دغه راز د روهینګیاوالو شخړې شاملې دي .په ۲۰۱۹کال کې خیال کیږي،چې دغه  اتحادیه له لازیاتو او مختلفو چیلنجونو سره  مخامخ شي . 

               په ۲۰۱۹کال کې  د آسه ان اتحادئې په وړاندې خورا مهم چیلنج د تجارت پشمول  په بیلابیلو ډګرونوکې  دچین او امریکا سیالۍاو پر آسه ان ئې اغیزې دي .آسه ان به د نړۍ په اقتصادي او تجارتي  ډګرکې د یوه ستر لوبغاړي په توګه د تجارت او تولید  دکمیدا له امله  ډير زیات تاوان ومومي. دې ته په پام سره چې د آسه ان په غړو هیوادونو کې  دتجارت او تولید  ۹۸ فی صدي اندازه  د  متوسطو او واړو شرکتونو په  لاس کې  ده،واقعیّت دادی چې  د تجارتي اختلافاتو او دسیمه ایزو اونړیوالو بحرانونوپه مقابل کې ددغو شرکتونو  تاوان موندنه  ډيره زیاته شوې ده .

                د جنوبی چین  دسمندر په سر له چین سره د آسه ان  د ځينو غړو   هیوادونو  اختلاف په روان کال کې  ددغه اورګان په وړاندې  یو بل اصلی چیلنج دی . 

دسنګاپور  دملی پوهنتون استاد  اشتیاق پاشامحمود روئيټرز خبری آژانس سره په خبرو کې وئیلي دي،د جنوبی  چین په سمندر کې د  ځينو سیمو په باب د چین ادعاګانې د برونائي دارالسلام،ملایشیا،فلیپین او ویتنام  ادعاګانو سره هیڅ سمون نه خوري .

 دا موضوع له دې پلوه ډير اهمیّت لري،چې وروستي راپورونه ښئ دجنوبی چین سمندر دتیلو اوګیسو ډيرې زیاتې سرچینې لري .دچیني سرچینو د راپور په اساس،دجنوبی چین سمندر څه دپاسه  دوه سوه دیارلس میلیارډ بیرله تیل او  یو سل نوي ټریلین  مکعب فټ ګیس  لري . له دې ورتیر،هغه څه چې دجنوبی چین په سمندر کې ئې د چین او آسه ان د مخامخیدا احتمال ډير زیات کړی دی، دچین پوځي  لارې چارې او په دغې سیمې کې د مصنوعي ټاپو ګانو دجوړولو لپاره  د دغه  هیواد هڅه ده .

              په ۲۰۱۹کال کې به آسه ان،د چین،هندوستان،جاپان،آسټریلیا او نیوزیلینډ او جنوبی کوریاپشمول د آسیا له شپږوسترواقتصادي هیوادونو سره  د سیمه ایزې اقتصادي  ټولنې ( آر سی اي پي،) د ګډون نهائي کولو لپاره    احتمالا  له  ډيرو سترو داخلی او بهرنیو چیلنجونو اومشکلاتو سره مخامخ شي .

 د آسه ان پُسټ خپرونې یو شناندی  ایجاس  عارفیّن  لیکي،په ۲۰۱۸کال کې د  آسه ان  غړي  له اوږدوخبرواترو وروسته،نه دي توانیدلي  سیمه ایز اقتصادی  جامع  مشارکت  له خپلو شپږو شریکانو سره نهائي کړي  او په ۲۰۱۸کال کې  د دغې اتحادئې  او د سرمشریزې دکوربه په توګه د تایلینډ  یو اصلي ماموریت، همدغه موضوع ده ::هغه لیکلي،دغه شان موافقې ته رسیدا هغه هم  په یوه  داسې پړاؤ کې چې  په درستې نړۍ کې  د آزاد تجارت  په ضد سرزوري او د سختې لهجې  خبرې  په زیاتیدا د ي،یوه مهمه موضوع ده .

 که  په ۲۰۱۹کال کې  آسه ان او  د آسیا  شپږمهم هیوادونه (پاسفیک) دغه شان موافقه وکړي،نو په نړۍ کې به د تجارت یوه تر ټولوستره موافقه وي .د آسه ان  لس هیوادونه او  هغه شپږ هیوادونه چې  ددغې موافقې په باب  دخبرواترو لوری دی،په ځان له سر،دنړۍ دداخلی اوومو تولیداتو  پنځه ویشت فی صدي برخه،پنځه څلویښت فی صدي نفوس  او  دنړۍ دتجارت دیرش فی صدي برخه  ځان ته بیله کړې ده .

             د آسه ان  په وړاندې  په روان میلادي کال کې  یو بل چیلنج ،احتمالا ددغې سیمې په وړاندې  د چین د کړچار او د آسه ان  په غړو هیوادونوکې د هغو د سترو پانګونو په سر دی .په داسې حال کې  چې  دچین او امریکا ترمینځ  نړیواله سیالي په زیاتیدا ده،چین ډيره زیاته هڅه کوي څو په بیلابیلو رودو سره د آسه ان  غړي ځان ته رانزدې کړي .په همدې باب دچین د: یوه لاره او یوکمربند: (کریډور)د پلان په چوکاټ کې چین،د ملائشیا،انډونیشیا، کمبوډیا او میانمار پشمول د سیمې په هیوادونوکې سترې پانګونې په ایجنډا کې  شاملې کړي دي .خو ملایشیا ددغې اتحادئې  دیوه غړي په توګه   په ۲۰۱۸کال کې  د چین دپانګونې  ځینو پروژو په ضد دریځ غوره کړ او دا ئې  غیرمنصفانه وبالۀ .داپه داسې حال کې دي چې  دکمبوډیا،میانمار او فیلیپین پشمول ځیني نورو ددغو پلانونو هرکلی کړی دی.په سیمې کې دامریکا ورانکارو  هلوځلو ته په پام سره  لیرې نه ښکاري چې  دغه موضوع په ۲۰۱۹کال کې  د آسه ان  ټولنې په داخل کې  په یوه چیلنج بدله شي  او ددغه اورګان ځیني غړي   دتیر وخت  په نسبت په لاښکاره ډول  د چین د پلانونو په مقابل کې دریځ غوره کړي .

            په وروستیوکلونوکې د فلیپین او انډونیشیاپشمول د سیمې ځینو هیوادونو ته دداعش تکفیری ترهه ګرو ورغزیدا او په انډونیشیا کې ددغې  ترهه ګرې ډلې عملیاتو د آسه ان تر زړۀ پورې  دترهه ګرۍ خطره  رسولې  ده .په ۲۰۱۸ کال کې  په انډونیشیا کې څو ترهه ګرو پیښو  ته په پام سره  به،احتمالا، دغه موضوع،په ۲۰۱۹کال کې  ددغې سیمه ایزې اتحادئې  دمشرانو یوه اصلی ستونزه وي .

د جنوب ختیځې آسیا د مطالعاتو د مرکز اجرائي مدیر آریسمن  له ویتنام پلس  انټرنیټي سایټ سره په خبروکې چې ایرنا خبری آژانس په همداوروستیو کې خپرې کړي دي ،وائي ،له نړۍ دغې سیمې  ته دداعشیانو دپښو پل  رسیدلی  او  د ریښو د  پراخولو په حال کې دي  او دا چاره په تیره بیا  په انډونیشیا کې  ډیره خطرناکه کیدلی شي . هغه بیا وائي  هغه څه چې  دفیلیپین په جنوب کې  په مراوي ښارکې رامینځةشوي،د سیمې دثبات لپاره یوخبرداری حسابیدلی شی،او داچې په انډونیشیا،ملایشیا او دسیمې په نورو هیوادونو کې به  ورته پيښې په ځان پسې ولري.

           په ۲۰۱۹کال کې د آسه ان غړي  له مهمو انتخاباتو سره  مخامخ دي .ددغې اتحادئې د  درو اساسی غړو په توګه،په انډونیشیا،تایلینډ  او فلیپین  کې  د انتخاباتو نتیجې،په دغو هریوه هیواد کې بهرنی سیاست بدلولی شی او د آسه ان  په وحدت اوانسجام هم اغیزې شیندلی شي .

د آسه ان پُسټ خپرونې شناندی ایجاس عارفیّن لیکي،د انډونیشیا د ولسمشرۍپه انتخاباتوکې که څه هم اوسنی ولسمشر جوکو ویدودو  د بریالیتوب  لپاره له زیات چانسه برخمن دی،خو ځيني شناندي اوڅارونکي  وائي،دغه انتخابات ممکنه ده،په دغه هیواد کې د محافظه کار بهیرڅخه د  جوکو پرابو د بریالیتوب لامل شي .

 د آسه ان  اتحادئې  په یوه بل غړي  هیواد تایلینډ کې به هم  هغه انتخابات چې له کلونو ځنډه وروسته ترسره کیږي،ددغه هیواد او آسه ان اتحادئې  لپاره برخلیک ټاکونکي وي . ډيری په دې اند دي چې  د تایلینډ  اوسنی لومړی وزیر  چې د ۲۰۱۴کال کودتا ئې هدایت کړې،په کاندیدیدا پسې دی .اوس دا پوښتنه مطرح ده  چې آیا د سیالیو ډګر ته د اوسني لومړي وزیر  په واریدیدا سره  به  د نورو ګوندونو دسیالۍلپاره فضا برابره وي  او یا دا چې آیا واکمن ګوندبه د مخالفو ګوندونو احتمالی بریالیتوب ومني .؟

فلیپین هم په ۲۰۱۹کال کې د پارلیمان  مینځ پړاوه انتخابات لري.که څه هم  د دغو انتخاباتو اهمیّت  د ولسمشرۍد انتخاباتو تر اندازې  نه دی،خو له دې منظره،چې مشخصه به شي،د کوم ګوند د مشرانو او ولسی جرګوکنټرول  ترلاسه کړي،مهم  دی . 

   د آسه ان  اتحادیه په ۲۰۱۹  کې له نورو مختلفوچیلنجونو سره هم مخامخ ده چې په هغوکې په میانمارکې د روهینګیاوالوکډوالو شخړه،سرحدي اختلافات  د پولو امنیت او سایبري  حملو په شان ترینګلتیاوې شاملې دي . 

د سنګاپور دملی پوهنتون استاد اشتیاق پاشامحمودپه ښارونوکې د اوسیدونکو  د نفوسي جوړښت زیاتیدا،د آسه ان  اتحادئې د غړو ترمینځ  د پراختیا د سوئې واټن،د انټرنیټ  د استفاده کونکو زیاتیدا  اوهمداراز  نوي کار کسبونه،چې د دودیزو کارکسبونو لپاره یو ګواښ دی،د  آسه ان  اتحادئې  د چیلنج د یوې بلې برخې په توګه  یادیږي .

(سیماب)

*****************************************************************************************************************************