يمنيانو د سعودي په جنوب ډرون او توپونو حملې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79933-يمنيانو_د_سعودي_په_جنوب_ډرون_او_توپونو_حملې_وکړې
يمني سرچينو بېګا د سعودي په جنوب کښې د يمن د فوځي او اولسي ځواکونو د توپونو او ډرون يونټونو د عملياتو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2019 03:00 Asia/Kabul
  • يمنيانو د سعودي په جنوب ډرون او توپونو حملې وکړې

يمني سرچينو بېګا د سعودي په جنوب کښې د يمن د فوځي او اولسي ځواکونو د توپونو او ډرون يونټونو د عملياتو خبر ورکړ.

المسيره ټي وي چېنل وويل، د يمن د فوځي او اولسي ځواکونو ډرون يونټ د سعودي د جنوب په عسير صوبه کښې د سعودي فوځيانو او د هغوي د تالي څټو ځواکونو د غونډېدو په ځايونو حملې وکړې.

همدارنګ د د يمن د فوځي او اولسي ځواکونو توپخانه اي يونټ هم د جيزان صوبې د جبل جحفان په ختيځ کښې د سعودي تالي څټو د غونډېدو په ځايونو او فوځي ګاډو باندې ګولې اورولې.

يمني سرچينو وويل، په دغو عملياتو کښې سعوديانو او د هغوي تالي څټو ځواکونو ته د سر او مال درانه تاوانونه رسېدلي دي.

د يمن فوځي او اولسي ځواکونو پرون مازيګر همدارنګ د سعودي په جيزان صوبه کښې د دغه رژيم د تالي څټو په مورچو بدر بي يو ډول ځاي بالېسټک توغندے وتوغولو. چې ورته يې سخت زيانونه ورسول.

په دې ورځوکښې د يمن توغنده اي، ډرون او توپخانه اي حملې د يمن په الحديده کښې په ډزبندۍ باندې د سعودي تيريګر ائتلاف د نه پابندۍ او د سوئيډن د موافقود خلاف ورزۍ په ځواب کښې ترسره کيږي.

سعودی ،  او ځینو نورو عربو هیوادونو  د امریکې اسرائيلو او برطانيې په ملاتړ او حکم سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې د یمن دخلقو په خلاف حملې شروع کړي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې تراوسه له څوارلسو زرو زيات کسان مړه، په لسګونو زره ژوبل شوي او په ميلينونو هم بې کوره شوي دي او د هیواد روغتونونه ، ښوونځي ، بیخ بنایي تاسیستات او دخلقو کورونه تباه کړې شوي دي او د زمکې، هوا او سمندر له لارې د دغه هېواد د سختې محاصرې په وجه د يمن خلق له د خوراک او درملو او د ضرورت د سامانونو له سخت کمښت او ناوړه خوراک سره مخامخ دي .