دامریکاترهه ګرځواک په لویدیځی آسیاسیمې کې خپل شتون ته دوام ورکوی
داسلامی ایران دملی امنیت لوړې شورا په همداروستیو کې دامریکا دترهه ګروډلو په لیسټ کې د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دنامې په شاملولو او همداراز له ترهه ګروډلو په سیمې کې دامریکادترهه ګرځواک دپټو او ښکاره ملاتړونو دغیرقانونی اوسپیرو اقداماتوپه غچ کې سنټکام اوله هغوی سره اړونده درست ځواکونه ترهه ګراعلان کړی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ دسنټکام په نامې سره په لویدیځی آسیا سیمې کې دیره دامریکا دترهه ګرځواک دقوماندانۍ مشر جنرل کنټ فرانک مک کنزی له سکائی نیوز خبری چینل سره په خبرو کې په سپین سترګیتوب سره یو ځل بیا اسلامی ایران له ترهه ګرۍ په ملاتړ تورن کړی او مدعی شوی ایران په مینځنی ختیځ اونړۍ کې بې ثباتۍ ته لمن وهی.
دسنټکام ترهه ګرځواک قوماندان ددې خبرې په کولوسره چې دامریکا دملی دفاع سټراټژی پراسلامی ایران متمرکزه ده،ادعا کړې،ایران په سیمې کې یومخکینی چیلنج دی .
دایران ا سلامی جمهوریت دسورئې او عراق دحکومتونو په رسمی غوښتنې سره په دغو هیوادونو کې دامریکاتر بشبړملاتړ لاندې ترهه ګرو ډلو سره دمبارزې لپاره هغوی ته دسلاکارۍ مرستې وړاندې کوی،یو داسې اقدام چې هیڅکله هم دامریکائی چارواکو نه خوښیږی .
دعراق ،سورئې او یمن پشمول دسیمې هیوادونه په وروستیو کلونو کې له ترهه ګرو ډلو څخه د امریکا دهراړخیزو ملاتړونو له امله دبې ګناه خلکو د وژلو،جنایتونو او ناکراریو شاهدان دی .
داسلامی ایران دملی امنیت لوړې شورا په همداروستیو کې دامریکا دترهه ګروډلو په لیسټ کې داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دنامې په شاملولو او همداراز له ترهه ګروډلو په سیمې کې دامریکا دترهه ګرځواک دپټو او ښکاره ملاتړونو دغیرقانونی اوسپیرو اقداماتوپه غچ کې سنټکام اوله هغوی سره اړونده درست ځواکونه ترهه ګراعلان کړی دی .