دسوریې عسکرو دترهګرو مرکزونه ویجاړ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82102-دسوریې_عسکرو_دترهګرو_مرکزونه_ویجاړ_کړل
تسنیم خبری اژانس وایی د سوریې پوځ د ادلب (Idlib)ښار په خوا کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې مرکرونه تباه کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2019 09:44 Asia/Kabul
  • د سوریې پوځ دغه راز له پاتې شویو ترهګرو د حلب ښار د الانذرات سیمې د پاکولو په حال کښې دی .
    د سوریې پوځ دغه راز له پاتې شویو ترهګرو د حلب ښار د الانذرات سیمې د پاکولو په حال کښې دی .

تسنیم خبری اژانس وایی د سوریې پوځ د ادلب (Idlib)ښار په خوا کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې مرکرونه تباه کړل .

د ادلب په خوا کښې د جبهه النصره ترهګرې ډلې پرضد د سوریې دپوځ په عملیاتو کښې ګڼ شمیر ترهګر هلاک شول .

د سوریې پوځ د پلازمینې دمشق په خوا کښې له ترهګرو د معلولا او د الرحیبه دوو(۲) سیمو د پاکولوخبر ورکړ .

د سوریې پوځ دغه راز له پاتې شویو ترهګرو د حلب ښار د الانذرات سیمې د پاکولو په حال کښې دی .

دسوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره  د امریکا ، دسعودی عربستان د انګلستان د فرانسې د متحده عربی اماراتو وغیره تر ملاتړ لاندې دترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره  پیل شوی چې اوس هم دوام لری .

د سوریې پوځ څه موده مخکې دایران د اسلامی جمهوریت د پوځی سلاکارانو په مرستې او د روسیې په ملاتړ سره وتوانید دهیواد ډیرې سیمې د داعش ترهګرې ډلې له نیواک څخه ازادې کړی .