له ترهګرۍ سره مبارزه به دوام ولری
-
ولې ځینې معلوم هیوادونه د سوریې پرضد د ترهګرو ډلو په جنګ کښې لاس او رول لري .؟
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری پرون د امنیت شورا په غونډې کښې دعمومی منشی انتونیو ګوتریش په راپور نیوکې سره چې له ترهګرۍ سره د سوریې جنګ یې وسله واله شخړه بللی وه وویل دملګی وګړو ملاتړ داسې مسولیت دی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او دخپل ټاټوبی د ثبات او دامنیت دساتلو د یوازنی مسول په توګه د حکومتونو پرغاړه دی .
هغه په دې خبرې سره چې د سوریې ملت له ترهګرۍ سره په څه دپاسه اته (۸) کاله جنګ کښې کړیدلی دی وویل د دمشق حکومت د ملکی وګړو دملاتړ او د امنیت دبیرته ټینګولو لپاره مهم ګامونه پورته کړی دی .
په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری وویل که چیرې د امنیت شورا اصلی ماموریت د نړیوال امنیت او دسولې ساتل او د شخړو د رامینځته کیدا مخه نیول دی نو ولې ځینې معلوم هیوادونه د سوریې پرضد د ترهګرو ډلو په جنګ کښې لاس او رول لری .؟