د سوریې پوځیانو ۳۵۰ ترهګر هلاک شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82387-د_سوریې_پوځیانو_۳۵۰_ترهګر_هلاک_شوی
زمونږخبریال وایی د سوریې په لویدیځ کښې په حمیمیم(Khmeimim Air Base) هوایی اډې کښې د روسیې د غږملتیا مرکز په تیرو څلورو(۴) ورځو کښې په ادلب ولایت کښې د تاوتریخوالی د کمولو په سیمه کښې د درې سوه پنځوسو (۳۵۰) ټروریسټانو د وژل کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2019 09:34 Asia/Kabul
  • ادلب او حماه ولایتونه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخري مرکزونه دي .
    ادلب او حماه ولایتونه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخري مرکزونه دي .

زمونږخبریال وایی د سوریې په لویدیځ کښې په حمیمیم(Khmeimim Air Base) هوایی اډې کښې د روسیې د غږملتیا مرکز په تیرو څلورو(۴) ورځو کښې په ادلب ولایت کښې د تاوتریخوالی د کمولو په سیمه کښې د درې سوه پنځوسو (۳۵۰) ټروریسټانو د وژل کیدا خبر ورکړ .

په سوریې کښې د روسیې د غږملتیا مرکز مشر ویکتور کوپچیشین (Victor Kopchishin )وویل د می له یویشتمې(۲۱) څخه تراوسه دسوریې دعسکرو په لاس کابو درې سوه پنځوس(۳۵۰) ترهګر وژل شوی او دهغوې پینځه(۵) ټانکونه، جنګی زغرګاډی  او په درنو وسلو سمبال اوه ویشت(۲۷) ګاډی او د توغندیو د توغولو مرکزونه مهم ویجاړ شوی دی.

غیر قانونی وسله والو ډلوخپل پوځی تجهیزات د حما ولایت په خوا کښې کفر نبوده(Kafr Nabudah) سیمې ته انتقال کړی دی .

دسوریې عسکرو څه موده مخکې د حماه ولایت د شمال او دشمال لویدیځ سیمو د ازادولو لپاره عملیات پیل کړی او پکښې بریالی شوی څو ښارګی او ستراتیژیکې لوړې له ترهګرو ازادې کړی .

ادلب او حماه ولایتونه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو اخری مرکزونه دی .