ترهګرو دسوریې په دوو سیمو بریدونه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82402-ترهګرو_دسوریې_په_دوو_سیمو_بریدونه_کړی
ایرنا خبری اژانس وایی ترهګرو پرون د سوریې د حماه ولایت په شمال لویدیځ کښې په عین الکروم(Ein Elkorum) ښارګی او السقیلبیه (Al-Suqaylabiyah) ښار راکټی بریدونه وکړل چې له کبله یې څلور (۴)ملکی وګړی ووژل شول او اوه(۷) نور ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2019 00:02 Asia/Kabul
  • ادلب او حماه ولایتونه په سوریې کښې دترهګرو ډلو اخري مرکزونه دي .
    ادلب او حماه ولایتونه په سوریې کښې دترهګرو ډلو اخري مرکزونه دي .

ایرنا خبری اژانس وایی ترهګرو پرون د سوریې د حماه ولایت په شمال لویدیځ کښې په عین الکروم(Ein Elkorum) ښارګی او السقیلبیه (Al-Suqaylabiyah) ښار راکټی بریدونه وکړل چې له کبله یې څلور (۴)ملکی وګړی ووژل شول او اوه(۷) نور ژوبل شول .

ددغه راکټی حملو له کبله ددغو دوو(۲) سیمو بیخ بنایانو ، کورونو او  ګاډو ته سخت تاوانونه ورسیدل .

ترهګرو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو دسورې د شمال د ادلب او د حماه ولایت په هستوګنو سیمو حملې کړی چې په ترڅ کښې یې ګڼ شمیر بې ګناه ښاریز په تیره بیا ښځې او ماشومان وژل شوی او یا ژوبل شوی دی .

ادلب او حماه ولایتونه په سوریې کښې دترهګرو ډلو اخری مرکزونه دی .