د یمن عسکرو دعربستان ګوډاګیان وژلی دی
-
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو د عربستان په عسیر سیمه کښې« علب» او «مجازه» لارې ته نږدې د عربستان د ګوډاګیانو دوې (۲) حملې شنډې کړې.
تسنیم خبری اژانس وایی د سعودی عربستان په جنوب کښې په« عسیر» کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو د یمن د ولسی کمیټیو او دپوځ په برید کښې دمتحده عربی اماراتو او دعربستان یوشمیر ګوډاګیان هلاک شول .
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو د عربستان په عسیر سیمه کښې« علب» او «مجازه» لارې ته نږدې د عربستان د ګوډاګیانو دوې (۲) حملې شنډې کړې او په ترڅ کښې یې اولس (۱۷) ګوډاګیان هلاک شول او شپږدیرش(۳۶) نور ژوبل شول .
په عین حال کښې د یمن دپوځ او ولسی کمیټیو سنیپرانو(sniper) هم په شمال کښې په الجوف ولایت کښې د سعودی عربستان یوشمیر ګوډاګیان هلاک کړل .
سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې د یمن دخلکو پرضد بمباریو او حملو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوی او ددغه هیواد بیخ بنایانې تباه شوی او خلک د درملو او دخوراکی موادو له کمښت سره مخ شوی .