د سعودي د جنوب په برېښنا کوټ د کروز توغندي حمله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i82890-د_سعودي_د_جنوب_په_برېښنا_کوټ_د_کروز_توغندي_حمله
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو نن سحر وختي په يو کروز توغندي سره د سعودي د جنوب په جيزان کښې په "الشقيق" برېښنا کوټ حمله وکړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 20, 2019 04:51 Asia/Kabul
  • د سعودي  د جنوب  په برېښنا کوټ د کروز توغندي حمله

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو نن سحر وختي په يو کروز توغندي سره د سعودي د جنوب په جيزان کښې په "الشقيق" برېښنا کوټ حمله وکړه.

د پارس ټوډې د رپوټ له مخې د يمن د وسله والو ځواکونو وياند د دې په بيانولو سره چې دغه توغندے په ځېرتيا سره په نښه لګېدلے دے وويل، دغه توغنده اي حمله په يمن کښې د سعودي ائتلاف د جنايتونو په ځواب کښې شوې ده.

جنرل يحيی السريع تاکيد وکړ، يمنيان د سعودي په حساسو مراکزو د حملو لپاره خاص پروګرام لري.

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو پرون هم د  "زلزال 2" نومې ځاي بالېسټک توغندي سره د سعودي په عسير صوبه کښې له علب لارې سره نزدې د سعودي ګوډاګي ځواکونو د غونډېدو په مرکز حمله وکړه. په دغه توغنده اي حمله کښې هم په لسکونو سعودي ګوډاګي ځواکونه هلاک يا ژوبل شول.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسوپه رسولو کښې نه دي کامياب شوي