دیمن پوځ دعربستان په نجران بدرFبالیسـټک توغندی ویشتی
د یمن انصار ا... ولسی غورځنګ مشرانو ګواښ کړی ، د عربستان دپوځی اوتیلی تاسیساتو په خلاف له بریالیو توغندوی حملو وروسته اوس وار د متحده عربی اماراتو دی چې د خپلو جنایتونو ځواب په اوڅاره توګه ووینی .
زمونږخبریال د العهد خبری سایټ له قوله راپورراکړ د یمن دپوځ ویندوی یحیی سریع نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ود دیمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوی یونټ نن سهار د عربستان په جنوب کې په نجران کې په الصوح سیمې کې دسعودی پوځیانو پرمرکز د بدر ایف ډوله بالیسټیک توغندی ویشتی چې له امله ئې یو شمیر پوځیان مړه اوټپیان شوی دی چې دقیق شمیر ئې نه دی معلوم شوی .
دهغه په وینا په نجران توغندوی حمله دسعودی عربستان او دهغو د تالی څټو د غونډو شوو پوځیانو په مرکز شوې او درنده مرګ ژوبله ئې اړولې ده . یحی سریع روښانه کړې ده ، دغې توغندوی حملې په دښمن ویره او وحشت واکمن کړی دی او سربداله ئې کړی دی. د یمن انصار ا... ولسی غورځنګ مشرانو ګواښ کړی ، د عربستان دپوځی اوتیلی تاسیساتو په خلاف له بریالیو توغندوی حملو وروسته اوس وار د متحده عربی اماراتو دی چې د خپلو جنایتونو ځواب په اوڅاره توګه ووینی .