د قدس شريف په نښتو کښې اتيا فلسطينيان ژوبل شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i83082-د_قدس_شريف_په_نښتو_کښې_اتيا_فلسطينيان_ژوبل_شول
د نيواکي قدس په عيسويه ښارګي کښې له صهيونېسټو غاصبانوسره د فلسطينيانو په سختونښتو کښې لږ تر لږه اتيا فلسطينيان ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2019 11:21 Asia/Kabul
  • د قدس شريف په نښتو کښې اتيا فلسطينيان ژوبل شول

د نيواکي قدس په عيسويه ښارګي کښې له صهيونېسټو غاصبانوسره د فلسطينيانو په سختونښتو کښې لږ تر لږه اتيا فلسطينيان ژوبل شول.

د ځاي سرچينو په نقل سره فلسطين د اطلاع رسونې د مرکز د رپوټ له مخې له غاصبو صهيونېسټانو سره د فلسطينيانو سختې نښتې له پرون ماښامه څخه شروع شوې او تر نن سحره يې دوام لرۀ.

په عيسويه ښارګي کښې دغه نښتې د صهيونېسټانو په ډ‌زو سره د يو فلسطيني اسير محمد سمير عبېد له شهادته وروسته رامنځته شوې.

صهيونېسټي فوځيانو همدارنګ نن په عيسويه ښارګي کښې د دغې سيمې نولس اوسيدونکي ونيول چې زياتره پکښې د شهيد محمد سمير عبيد د کورنۍ کسان دي.

د يو بل خبر له مخې د فلسطين د روغتيا وزارت وويل، پرون د جُمعې په ورځ د غزې او نيواکي زمونږ په پوله ايزه سيمه کښې د ستنېدو د حق په څلور شپېتم لاريون کښې د صهيونېسټو فوځيانو په ډزو سره نهه څلوېښت فلسطينيان ژوبل شول.