يمنيانو د سعودي ائتلاف په سنګرونو بيا توغندي اورول
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو بېګا يو ځل بيا د سعودي په عسير صوبه کښې د سعودي ائتلاف په سنګرونو توغندي اورول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو اعلان وکړ، د سعودي د عسير صوبې په البواب الحديد سيمه کښې د سعودي تيريګر ائتلاف د ګوډاګيو په سنګرونو څلور زلزال يو ډول ځاي بلېسټېک توغندي اويشتل چې سعوديانو او د هغوي تنخواخورو ګوډاګي ځواکونو ته يې سخت د سر او مال تاوانونه ورسول.
پرون سحر هم د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو ډرون او توغنده اي يونټونود يمن په عدن ښار کښې د سعودي ګوډاګيو په فوځي کېمپ حمله وکړه.
د يمن السميره ټي وي چېنل هم وويل په دغو عملياتو کښې يو پنځوس سعودي ګوډاګي ځواکونه ووژل شول او تيريګرو ته يې سخت مالي تاوانونه اورسول.
سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي