يمنيانو د سعودي په جيزان توغندي اورول
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو نن سحر د سعودي د جيزان د جبل النار په شمال کښې د سعودي ګوډاګيو ځواکونو د غونډېدو په ځاے توغندي اورول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو وويل، په دغه حمله کښې درې زلزال يو ډول ځاي بېلېسټک توغندي او څو کاټيوشا توغندي استعمال شول.
يمني سرچينو وويل په دغو عملياتو کښې سعوديانو او د هغوي تنخوا خورو ګوډاګي ځواکونو ته سخت سر او مال تاوانونه رسېدلي دي.
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو بېګا هم د سعودي د عسير صوبې په ابواب الحديد سيمه کښې د سعودي فوځيانو د ټولېدو په ځاے زلزال يو ډول توغندے وروتوغوۀ چې په نتيجه کښې يې په لسګونو سعودي فوځيان هلاک او يا ژوبل شول.
د يمن فوځي او ولسي ځواکونه اوس تقريباً هره ورځ د سعودي د خاورې په دننه حملې کوي چې د يمنيانودا اقدام په يمن باندې د سعودي ائتلاف د تيري او د دغه هېواد د عامه خلقو د قتل عام په ځواب کښې ترسره کيږي.
سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي