د غزې تړانګه د اسرائیلو لپاره په دوزخ بدلیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84088-د_غزې_تړانګه_د_اسرائیلو_لپاره_په_دوزخ_بدلیږی
زمونږخبریال وایی د فلسطین دجهاد اسلامی غورځنګ ویاند «داود شهاب» په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم وروستیو جنایتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ که چیرې صهیونیستان د غزې تراړې پرضد تیریو ته دوام ورکړی دغه تړانګه د هغوې لپاره په جهنم بدلیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2019 01:13 Asia/Kabul
  • مقاومت اجازه نه ورکوي چې صهیونیسټان د فلسطین له خلکو څخه په خپلو کورنیو انتخاباتو کښې دیوه(۱) اوزار په توګه ناوړه استفاده وکړي .
    مقاومت اجازه نه ورکوي چې صهیونیسټان د فلسطین له خلکو څخه په خپلو کورنیو انتخاباتو کښې دیوه(۱) اوزار په توګه ناوړه استفاده وکړي .

زمونږخبریال وایی د فلسطین دجهاد اسلامی غورځنګ ویاند «داود شهاب» په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم وروستیو جنایتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ که چیرې صهیونیستان د غزې تراړې پرضد تیریو ته دوام ورکړی دغه تړانګه د هغوې لپاره په جهنم بدلیږی .

پرون سهار د فلسطین دغزې تړانګې په شمال باندې  د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې درې (۳) ځوانان شهیدان او څلور (۴)نور ژوبل شوی وو .

د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ ویاند داود شهاب وویل د فلسطین خلک حق لری چې داسرائیلو د ترهګرۍ په مقابل کښې مقاومت ته دوام ورکړی .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې د فلسطین مقاومت غورځنګ د دښمن تیریو ته دځواب د ورکولو توان لری وویل اسرائیل باید د غزې تړانګې پرضد د خپلو جنایتونو او د تیریو مسولیت پرغاړه واخلی .

داود شهاب دغه راز د فلسطین په غزې تړانګې له حملو د سیاسی ګټې د پورته کولو لپاره د اسرائیلو د مشرانو  هڅې ته په اشارې سره ټینګار وکړ مقاومت اجازه نه ورکوی چې صهیونیسټان د فلسطین له خلکو څخه په خپلو کورنیو انتخاباتو کښې دیوه(۱) اوزار په توګه ناوړه استفاده وکړی .