د سعودی ایتلاف جنګی الوتکو په صنعا بمباری وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84106-د_سعودی_ایتلاف_جنګی_الوتکو_په_صنعا_بمباری_وکړه
تراوسه د دغې حملې د احتمالی تلفاتو راپور ندی ترلاسه شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2019 01:28 Asia/Kabul
  • د سعودی ایتلاف جنګی الوتکو په صنعا بمباری وکړه

تراوسه د دغې حملې د احتمالی تلفاتو راپور ندی ترلاسه شوی .

زمونږ خبریال راپور راکوی چی خبری سرچینو د یمن په پلازمینې صنعا کی د څو سختو چاودنو د غږونو د اوریدو خبر ورکړی دی . د یمن په پلازمینې صنعا د سعودی تیری ګر ایتلاف د جنګی الوتکو الوتونه هماغه راز دوام لری . تراوسه د دغې حملې د احتمالی تلفاتو راپور ندی ترلاسه شوی .

عربستان دامریکا ، اماراتو او څو نورو هیوادونو په ملاتړ د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهیسې په پمن پوځی حمله پیل کړی او دغه هیواد یې د مځکی ، هوا او سمندر له لارې محاصره کړی دی . د عربستان او  د هغه د متحدانو په حملو کی تراوسه شپاړس زره یمنی ملکیان  وژل شوی او په لسګونو زره ژوبل شوی دی .