له داعش سره دمبارزې لپاره ملی اجماع اړینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84120-له_داعش_سره_دمبارزې_لپاره_ملی_اجماع_اړینه_ده
زمونږخبریال وایی د افغانستان دملی امنیت شورا په سیمه او نړۍ کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې لپاره د نړیوالې اجماع درامینځته کیدا غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 21, 2019 01:05 Asia/Kabul
  • داعش ترهګرې ډلې په افغانستان ، عراق  اوسوریې کښې زیات جنایتونه او ظلمونه کړي دي .
    داعش ترهګرې ډلې په افغانستان ، عراق اوسوریې کښې زیات جنایتونه او ظلمونه کړي دي .

زمونږخبریال وایی د افغانستان دملی امنیت شورا په سیمه او نړۍ کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې لپاره د نړیوالې اجماع درامینځته کیدا غوښتنه وکړه .

دافغانستان د ملی امنیت شورا ویاند «کبیر حمقل »پرون وویل داعش ترهګره ډله نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او دنړۍ دهیوادونو لپاره ګواښ دی او ددغه ډلې د له مینځه وړلو لپاره باید هڅه وشی  .

کبیر حقمل وویل داعش ترهګرې ډلې په لسګونو ځله په افغانستان کښې په جوماتونو ، د زده کړې په مرکزونو او ادارو حملې کړی دی او له دغه ډلې سره مبارزه ملی ،سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته ضرورت لری .

داعش ترهګرې ډلې په افغانستان ، عراق  اوسوریې کښې زیات جنایتونه او ظلمونه کړی دی او د ښځو او دماشومانو په شمول ددغو هیوادونو دخلکو په وژلو کښې یې مهم رول لرلی دی .

داعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې چې سعودی عربستان ، امریکا، انګلستان، فرانسې ، متحده عربی اماراتو، اسرائیلو ، بحرین او ځینو نورو اروپایی او عربو هیوادونو خپلو هدفونو د رسیدا لپاره په ګډه جوړه کړی ده په تیرې شنبې شپې هم په کابل کښې د واده په مراسمو حملې سره درې شپیته (۶۳) بې ګناه خلک چې اکثره یې ښځې او ماشومان وو ووژل او یوسل درې شپیته (۱۶۳) نور یې ژوبل هم کړل .