د متحده عربی اماراتو ملیشا ځواکونو بل ښار ونیوه
-
په یمن باندې د سعودي عربستان دائتلاف د حملو له پیل راهسې تراوسه څه دپاسه یولک څلویښت زره (۱۴۰۰۰۰)کسان مړه او ژوبل شوي .
فارس خبری اژانس وایی متحده عربی اماراتو ته اړونده ملیشا ځواکونه بریالی شول دیمن په جنوب کښې په ابین ولایت کښې دنښتو په دوام کښې یو (۱)بل ښار ونیسی .
متحده عربی اماراتو ته اړونده د امنیتی کمر بند ځواکونو «عین الیمن »د یمن دوهم (۲) لوی ښار «جعار» په خپل کنټرول کښې وروست .
د فرانسې خبری اژانس هم نن سهار په عدن ښار باندې متحده عربی اماراتو ته د اړونده ځواکونو دبیا کنټرول خبر ورکړ .
بل خبر داچې د یمن د روغتیا وزارت وویل په دغه هیواد د سعودی عربستان دائتلاف د حملو له پیل راهسې تراوسه څه دپاسه یولک څلویښت زره (۱۴۰۰۰۰)کسان مړه او ژوبل شوی دی چې اکثره پکښې ښځې او ماشومان دی .
د یمن د روغتیا وزیر المتوکل په دې خبرې سره چې د سعودی عربستان تیریګرو په یمن باندې د خپلو کلونو کلونو په حملو او تیریو کښې د درملنې اوه سوه (۷۰۰) مرکزونه تباه کړی دی وویل دیمن دروغتیا برخه د تیریګرو هیوادونو له پلان شویو ورانونکو حملو سره سره هماغه راز په استقامت سره خپل فعالیت ته دوام ورکوی .