خارجی هیوادونه باید دترهګرو ډلو ملاتړ بند کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i84310-خارجی_هیوادونه_باید_دترهګرو_ډلو_ملاتړ_بند_کړی
مهر خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمی استازی بشار جعفری پرون د خپل هیواد دمشکلاتو د ختمیدا یوازنۍ لاره له ټروریسټانو څخه د ترهګرۍ د ملاتړونو هیوادونو د حمایت بندیدا وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2019 23:46 Asia/Kabul
  • د سوریې دخلکو د کړاو او درد د ختمیدا یوازنۍ لاره دا  ده چې د ترهګرۍ ملاتړي هیوادونه خپل ټروریسټان له سوریې وباسي .
    د سوریې دخلکو د کړاو او درد د ختمیدا یوازنۍ لاره دا ده چې د ترهګرۍ ملاتړي هیوادونه خپل ټروریسټان له سوریې وباسي .

مهر خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمی استازی بشار جعفری پرون د خپل هیواد دمشکلاتو د ختمیدا یوازنۍ لاره له ټروریسټانو څخه د ترهګرۍ د ملاتړونو هیوادونو د حمایت بندیدا وبلله .

بشار جعفری دسوریې په باره کښې د امنیت شورا په غونډې کښې وویل د سوریې دخلکو د کړاو او درد د ختمیدا یوازنۍ لاره دا  ده چې د ترهګرۍ ملاتړی هیوادونه خپل ټروریسټان له سوریې وباسی .

په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری دغه راز د استانه خبرو اترو ته په اشارې سره وویل دمشق  چې د خپل برخلیک د ټاکلو د اصلی خاوند په توګه د سوریې د خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخور دی د استانه د خبرواترو د نه کمزوری کیدا پرضرورت ټینګار کوی .

د استانه خبرې د ۲۰۱۷ میلادی کال له جنورۍ میاشتې راهسې د ایران په نوښت او  د روسیې او د ترکیې په ملاتړ سره په سوریې کښې د سولې دټینګیدا په هدف سره پیل شوی دی .

ددغو خبرواترو اصلی نتیجه په سوریې کښې دتاوتریخوالی د کمیدا د سیمو رامینځته کیدل دی .