په سوریې کښې له کیمپ څخه سل ترهګر وتښتیدل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i85511-په_سوریې_کښې_له_کیمپ_څخه_سل_ترهګر_وتښتیدل
زمونږ خبریال وایی د روسیې رسنیو نن وویل ددغه هیواد څه دپاسه سل(۱۰۰) ټروریسټان په سوریې کښې له یوه (۱) زندان څخه چې مخکې د سوریې د کردانو په لاس کښې وو وتښتیدل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2019 11:47 Asia/Kabul
  • تښتیدلي کسان د روسیې د ماسکو ، د داغستان د چیچینا او د روسیې د نورو سیمو وسیدونکی وو .
    تښتیدلي کسان د روسیې د ماسکو ، د داغستان د چیچینا او د روسیې د نورو سیمو وسیدونکی وو .

زمونږ خبریال وایی د روسیې رسنیو نن وویل ددغه هیواد څه دپاسه سل(۱۰۰) ټروریسټان په سوریې کښې له یوه (۱) زندان څخه چې مخکې د سوریې د کردانو په لاس کښې وو وتښتیدل .

د روسیې دغه ترهګر د سوریې په شمال کښې په «رقه» ولایت کښې له عین عیسی کیمپ څخه تښتیدلی دی .

دغه کیمپ مخکې د سوریې د کردانو په لاس کښې وو او هغوې له دغه سیمې له شاتګ مخکې په کیمپ کښې  خیمې وسوزولې او په کیمپ کښې موجود کسانو ته یې دا  فرصت رامینځته کړ چې هغوې وتښتی .

تښتیدلی کسان د روسیې د ماسکو ، د داغستان د چیچینا او د روسیې د نورو سیمو وسیدونکی وو چې ښځې او ماشومان هم پکښې شامل دی .