۹۳۳ تنه شامي کډوال خپل وطن ته ستانه شول
Nov 02, 2019 04:00 Asia/Kabul
په شام کښې د روسیې د پخلاینې مرکز له نورو هیوادونو څخه خپل هیواد ته د سوریې د ۹۳۳ کډوالو د ستنیدو خبر ورکړ.
په سوریې کښې د روسیې د پخلاینې مرکز بیګا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۷۷۶ سوري کډوال د اردن له سرحد څخه او ۱۵۷ نور شامي کډوال له نورو هیوادونو څخه خپل هیواد سوریې ته رسیدلې دي.
ترهګرو ته په ماتې ورکولو او په سوریې کښې د نسبي امنیت په ټینګولو کښې د دغه هیواد د پوځ په کامیابۍ سره شامي کډوال خپلو کورونو ته په ستنیدو دي.
ټیګونه