د بحرین رژیم د خلکو په کورونو بریدونه کړی دی
زمونږخبریال وایی د بحرین تر ټولو ستر سیاسی ګوند وفاق پرون وویل حکومتی عسکرو پرون په الدراز ، ستره او المصلی سیمو کښې په کورونو باندې حملو او کلابندۍ سره پینځه (۵) ښاریز ونیول .
له دې مخکې د بحرین د بشری حقوقو د ټولنې مشر ټینګار کړی وو له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې د ۲۰۱۸ میلادی کال تر اخره پورې د بیان د ازادۍ په زمینه کښې په هیواد کښې د حکومت لخوا دنیول شویو کسانو شمیر څوارلس زره او څلور سوه درې اویا(۱۴۴۷۳) کسانو ته رسیدلی دی او پکښې یوسل نهه دیرش(۴۳۹) ماشومان هم شته چې عمرونه یې له اتلسو (۱۸) کلونو کم دی .
د بحرین د بشری حقوقو مرکز هم وویل د روان میلادی کال په نیمایی کښې هم ال خلیفه رژیم د هیواد د درې سوه څلوردیرشو(۳۳۴) ښاریزو تابعیت یعنی سیټی زن شیپ (citizenship) لغوه کړی دی .
د بحرین د اسلامی غورځنګ مشر شیخ عیسی قاسم هم په مسلمانانو غږ کړی دهغو ټولو پلانونو دشنډولو لپاره چې د اسلام دښمانانو د مسلمانانو پرضد پلان کړی دی چمتو شی او د غلیمانو دغه پلانونه له خاورو سره خاورې کړی .