د سعودي په زندان کې يو بل ديني عالم هم وفات شو
د سعودي عربستان يو ديني عالم شيخ فهد القاضي له ۲۰۱۶ کال راهيسې په زندان کې و او د ۶۵ کالو په عمر په زندان کې وفات شوی دی.
په سعودي عربستان کې د بنديانو د چارو څارونکی ټويټر اکاونټ «معتقلي الرأي» ليکلي، شيخ فهد القاضي له تېرې اوږدې مودې راهيسې ناروغ و، خو د حکومتي چارواکو له لوري د هغه د صحت په اړه د قصدي بې پرواهۍ او ناغېړۍ له امله نوموړی شيخ په زندان کې وفات شو او په پلازمېنې رياض کې خاورو ته وسپارل شو.
سرچينې وايي، د ۶۵ کلن شيخ فهد القاضي جنازې ته زرګونو خلک راټول شوي وو.
د هغه د نيول کېدو لامل دا بلل شوی، چې شيخ فهد په يوه خطبه کې آل سعود چارواکو ته نصيحت کړی و او تېره مياشت د محکمې له لوري په شپږ کاله بند محکوم شوی و.
شيخ فهد القاضي د بند پر مهال له سختو وهلو او شکنجو سره مخ و، هلته يې روغتيايي وضعيت ترينګلی شوی و، د ناروغۍ په حالت کې په زندان کې ساتل شوی و او له وفات يو ساعت وړاندې روغتون ته لېږدول شوی و.
شيخ فهد په رياض کې د محمد بن سعود پوهنتون څخه شريعاتو او اصول الدين پوهنځي لوستي وو، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په اداره کې يې کار کړی و، وروسته يې د ښوونې روزنې په برخه کې دنده ترسره کړې وه.
د چارو څارونکي وايي، په سعودي کې د ديني علماوو او فعالانو ژوند ورځ تر بلې تريخيږي او بې دينۍ ته په کې ازادي ورکول کيږي.
له هغه وخته، چې محمد بن سلمان د سعودي وليعهد ټاکل شوی، په سعودي کې د مذهبي او ديني چارو اړونده ادارې له ناکامۍ سره مخ دي او په مقابل کې يې د سندرو، نڅاوو، سينمايي محفلونو او ورته نورو چارو ازادي مخ پر زياتېدو ده.