کربلا کښې بیړنی حالت اعلان شو
Nov 25, 2019 04:02 Asia/Kabul
د عراق د یو مرکزي ښار کربلا پولیسو په دغه ښار کښې ایمرجنسي یا بیړنی حالت اعلان کړ.
د کربلا ښار پولیسو بیګا په یوه بیانیه کښې له ولسي اعتراضونو د ناوړه استفادې لپاره د ځینو ډلو او بهیرونو د کوششونو په وجه په دغه ښار کښې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د کربلا پولیسو د دغه ښار له خلکو وغوښتل چې د امنیت د ساتنې په لړ کښې د امنیتي ځواکونو مرسته او ملګرتیا وکړي.
په دې وروستیو کښې داسې معلومات ترلاسه شوې دي چې ښودنه کوي ترهګرې ډلې په عراق کښې له ولسي اعتراضونو د ناوړه استفادې کوشش کوي او غواړي چې ترهګر عملیات ترسره کړي.
ټیګونه