فلسطينيانو په مظاهرو کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم بېرغونه اوسوزول
فلسطينيانو په مظاهرو کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم بېرغونه اوسوزول
Nov 27, 2019 06:15 Asia/Kabul
په زرګونو فلسطينيانو پرون د فلسطين په مختلفو سيمو کښې د صهيونېسټ مېشته ښارګيو له جوړولو څخه د امريکې د ملاتړ په خلاف احتجاجي مظاهرې وکړې.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې فلسطينيانو په دغو مظاهرو کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم بېرغونو ته اور ورته کړ.
د صهيونېسټ رژيم فوځيانو هم په مظاهره کونکو باندې په يرغل سره لږ تر لږه ۶۳ فلسطينيان ژوبل کړل.
د امريکې خارجه وزير د نومبر په اتلسمه په فلسطيني زمکو کښې د صهيونېسټ رژيم له نيواکګرۍ څخه په ملاتړ سره وويل، واشنګټن له دې وروسته د اردن د سيند په لويديځه غاړه کښې د اسرائيلو ښارګي جوړونه د نړيوالو قوانينو په خلاف نه بولي.
د پومپئو دغو څرګندونو په نړيواله سطح د صهيونېسټ رژيم په خلاف سخت غبرګونونه رامنځته کړل.
ټیګونه