الحشد الشعبی د داعش برید په شا وتمبوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i86270-الحشد_الشعبی_د_داعش_برید_په_شا_وتمبوه
تسنیم خبری اژانس وایی د عراق ولسی بسیج ځواکونو الحشد الشعبی بیګا په ختیځ کښې په دیاله ولایت کښې په خانقین ښار د حملې لپاره د داعش ترهګرې ډلې هڅه ناکامه کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2019 03:03 Asia/Kabul
  • الحشد الشعبی د داعش برید په شا وتمبوه

تسنیم خبری اژانس وایی د عراق ولسی بسیج ځواکونو الحشد الشعبی بیګا په ختیځ کښې په دیاله ولایت کښې په خانقین ښار د حملې لپاره د داعش ترهګرې ډلې هڅه ناکامه کړه .

خانقین ښار ته نږدې په «نفت خانه »سیمه کښې له ترهګرو سره د عراق د بسیج ولسی ځواک ترمینځ په نښتې کښې د حشد الشعبی پینځه(۵) ځواکونه شهیدان او پینځه (۵) نور ژوبل شول .

د عراق سرچینو وویل چې په دغه نښتې کښې په لسګونو ترهګر هم وژل شوی دی .

د عراق الحشد الشعبی ځواک په تیرې شنبې ورځ هم په الانبار او صلاح الدین ولایتونو کښې بریالی شوی وو د داعش ترهګرې ډلې څو پټنځایونه او ټونلونه کشف او تباه کړی .

داعش ترهګرې ډلې په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې د امریکا او د سعودی عربستان په شمول د واشنګټن د عربو او اروپایی هیوادونو په مالی او پوځی ملاتړونو سره په عراق برید سره د دغه هیواد زیاتې شمالی او لویدیځې سیمې ونیولې او د خلکو پرضد یې بې شمیره جنایتونه او ظلمونه وکړل چې تاریخ به یې هیڅکله هیر نکړی .

سعودی عربستان په ټوله دنیا کښې د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او  ورسره مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .