د سورئې حکومت د ادلب ولایت دآزادولو لپاره کلک هوډ لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87432-د_سورئې_حکومت_د_ادلب_ولایت_دآزادولو_لپاره_کلک_هوډ_لری
هروخت د سورئې پوځ او متحدان ئې د جنګ په جبهو کې پرمختګ وکړی او بریالیتوبونه ترلاسه کړی ،نو د امینت شورا لویدیځوال غړی ددغه پرمختګ د مخنیوی په موخې سره دسیسه ګری کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 22, 2020 04:14 Asia/Kabul
  • د سورئې حکومت د ادلب ولایت دآزادولو لپاره کلک هوډ لری

هروخت د سورئې پوځ او متحدان ئې د جنګ په جبهو کې پرمختګ وکړی او بریالیتوبونه ترلاسه کړی ،نو د امینت شورا لویدیځوال غړی ددغه پرمختګ د مخنیوی په موخې سره دسیسه ګری کوی .

 زمونږ خبریال راپورراکړ په ملګروملتو کې د سورئې استازی بشار الجعفری بیګا  له المیادین ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې روښانه کړې  ده ، سوریه  پر ترهه ګرۍ د بریالیتوب  او ددغه هیواد درستو سیمو ته د  امنیت او ثبات دستنیدا په لاره  حرکت کوی  او ددغه حرکت په دوام کې  د ترهه ګرو  له سپیرو منګولو د سورئې دشمال ادلب  ولایت دآزادولو لپاره  دحکومت کلک هوډ نه بدلیږی .

 ادلب ولایت په سورئې کې د ترهه ګرو  تر ټولو وروستۍ مرکز   پاتې دی . 

 په ملګرو ملتو کې دسورئې استازی  همداراز د کیمیائی وسلو دبندیز دحقیقت موندونکی ټیم په وسیله په  دوما کې د کیمیائی حملې  د څیړنو  په نتیجو کې د لاسوهنې په باب  هم ووئیل ، هروخت د سورئې پوځ او  متحدان ئې  د  جنګ په جبهو کې پرمختګ  وکړی او بریالیتوبونه ترلاسه کړی ،نو د امینت  شورا لویدیځوال غړی ددغه پرمختګ د مخنیوی   په موخې سره دسیسه ګری  کوی .

دکیمیائی وسلو د بندیز  موسسې  د۲۰۱۹کال په فرورۍ کې  پخپل  راپور کې ادعا کړې ، چې   دسورئې  په دوما سیمې کې  له کلورین  یسه  استفاده شوې ده .  چې د سورئې  او د ملګروملتو  خپلواکه غړو  سخت غبرګون ئې راپارولی .ځکه  چې دغه څیړنې د امریکا او د مرتجعو  رژیمونو په  اشارې او پیسو سره له مخکې پلان شوی وې .