امریکا عراق ته د وسلو ورکول بند کړل
Jan 28, 2020 12:55 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د امریکا حکومت عراق ته د ایف شپاړس جنګي الوتکو د پوځي ملاتړ په شمول د وسلو ورکول بند کړل .
د امریکا حکومت د سایډ وینډر او ماوریک توغندیو او د نورو وسلو په شان د تجهیزاتو سپارل چې د عراق د ایف شپاړس جنګي الوتکو د نوي ډلې لپاره ضروري دي عراق ته ورکول بند کړل .
د امریکا د هوايي ځواک ویاند براین بریکنز د واشنګټن دغه اقدام په عراق کښې په امنیتي حالت اندیښنه بیان کړي ده .
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک دقومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په ټرور کښې د امریکا د عسکرو جنایتکاره اقدام په عراق کښې د امریکا د پوځیانو دشتون لپاره شرایط غیر مکمن کړي دي .
د عراق پارلمان له خپل هیواد څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو غوښتنه کړي ده .
ټیګونه