ّيمن بيا د سعودي په آرامکو تيلي تاسيساتو حمله وکړه
(last modified Thu, 30 Jan 2020 03:26:18 GMT )
Jan 30, 2020 07:56 Asia/Kabul
  • ّيمن بيا د سعودي په آرامکو تيلي تاسيساتو حمله وکړه

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند وويل، يمني ځواکونو په دغه هېواد باندې د سعودي ائتلاف د حملو په ځواب کښې د سعودي په جيزان سيمه کښې په آرامکو تيلي تاسيساتو ډرون او توغنده اي حمله وکړه او په مختلفو حملو کښې په د سعودي ائتلاف په زرګونو ځواکونه هلاک، ژوبل يا اسيران شول او يو يو شمېر سيمې آزادې شوې.

د ايرنا د رپوټ له مخې جنرل يحيی سريع پرون يو اخباري کانفرنس کښې د سعودي په سنګرونو د يمني ځواکونو پې مخينې عملياتو ته په اشارې سره وويل: يمني ځواکونو په آرامکو تاسيساتو باندې له حملې مخکښې په سعودي کښې دننه په ابها او جيزان هوائي اډو، په خميس مشيط کښې په فوځي اډه او په دغه هېواد کښې نور حساس او مهمو ځايونو باندې حملې وکړې

جنرل سريع زياته کړه، د يمن وسله والو ځواکونو همدارنګ د مارب ښار لوري پرمختګ کړے او په مارب او الجوف صوبو کښې يې يو شمېر سيمې آزادې کړې او دوه نيم زره مربع کيلوميټر رقبې مشتمله زياته زمکه يې د دښمن له کنټروله آزاده کړه.

د يمن د وسله والو ځواکونو وياند په البنيان المرصوص نومې دغو عملياتو کښې د دښمن د زرګونوتنو د وژل کېدو، زخمي کېدو او يا اسيرېدو خبر هم ورکړ.

 

ټیګونه