د سلیماني او د المهندس ټرور د بشریت پرضد جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i87886-د_سلیماني_او_د_المهندس_ټرور_د_بشریت_پرضد_جنایت_دی
زمونږ خبریال وايي د عراق د الحشد الشعبي ځواک مشر فالح الفیاض د ایران داسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان قاسم سلیماني او د الحشد الشعبي ځواک د نائب رئیس ابو مهدي المهندس په ټرور کولو کښې د امریکا اقدام د عراق د واکمنۍ او د بشریت پرضد جنایت وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2020 01:23 Asia/Kabul
  • د سلیماني او د المهندس ټرور د بشریت پرضد جنایت دی

زمونږ خبریال وايي د عراق د الحشد الشعبي ځواک مشر فالح الفیاض د ایران داسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان قاسم سلیماني او د الحشد الشعبي ځواک د نائب رئیس ابو مهدي المهندس په ټرور کولو کښې د امریکا اقدام د عراق د واکمنۍ او د بشریت پرضد جنایت وباله .

فالح الفیاض پرون په بغداد کښې د قاسم سلیماني او د ابو مهدي  المهندس د شهادت د څلویښتې(۴۰) په مراسمو کښې وویل د  عراق دیني مرجعیت دغه شهیدان د ترهګرۍ په مقابل کښې د بریالیتوب قومندانان وبلل او دا په خپله د هغوې لپاره مهم او لوړ مقام دی .

د عراق د پوځ لوی درستیز عثمان الغانمي هم په دې خبرې سره چې ما د پوځ د استازي په توګه په دغو مراسمو کښې ګډون کړی دی ټینګار وکړ شهید قاسم سلیماني او ابو مهدي المهندس د ترهګرۍ په له مینځه وړلو کښې مهم رول درلود .