د امریکایي نیواکګرو خلاف عملیات ډیر زر پیلیږي
بشار الاسد: له ادلب وروسته به د سوریې په ختیځ کښې د امریکايي نیواکګرو خلاف زمونږ د پوځي ځواکونو عملیات پیل شي.
د سوریې ولسمشر په دې خبرې سره چې ترکیې د امریکې په سپارښتنه د ادلب د آزادۍ د مخنیوي لپاره خپل پوره توان کارولی دی، ټینګار وکړ: له ادلب وروسته به د سوریې په ختیځ کښې د امریکايي نیواکګرو خلاف زمونږ د پوځي ځواکونو عملیات پیل شي.
بشار الاسد روسیه۲۴ چینل ته په مرکه کښې وویل: د سوریې او ترکیې د خلکو ترمینځ هیڅ دښمني نشته او که د دغه هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي نو د دواړو هیوادونو اړیکې به د معمول روال ته ستنې او بیخي سمې شي.
د شام ولسمشر د ادلب آزادول اصلي وړومبیتوب وباله او زیاته یې کړه: د ادلب د آزادۍ په بڼه به زمونږ پوځ د ختیځو سیمو د آزادۍ په لور لاړ شي چې خلک یې هلته د امریکايي نیواکګرو د شتون په وجه سخت په قهر دي.
بشارالاسد وویل چې امریکې او د دغه هیواد ملاتړو ترهګرو د سوریې د تیلو مهم کوهي قبضه کړې دي.
هغه هم داشان له خپل هیواده د ایران او روسیې ملاتړونو ته په اشارې سره هم وویل: دمشق له اروپايانو سره په خبرواترو خپل وخت نه ضایع کوي ځکه چې اروپا له سیاسي نظره د امریکې بشپړه تابع ده.