د عراق له لويديځه د امريکائي فوځيانو وتل شروع شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i88840-د_عراق_له_لويديځه_د_امريکائي_فوځيانو_وتل_شروع_شول
رسانه اي سرچينو د عراق د لويديځ په الانبار صوبه کښې له الحبانيه اډې څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو د شروع کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2020 07:57 Asia/Kabul
  • د عراق له لويديځه د امريکائي فوځيانو وتل شروع شول

رسانه اي سرچينو د عراق د لويديځ په الانبار صوبه کښې له الحبانيه اډې څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو د شروع کېدو خبر ورکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د څارنې  هغه برجونه چې په الحانيه اډه کښې امريکائي ځواکونه پکښې پراتۀ وو خالي کړې شوي دي.

امريکائي ځواکونو د تېر زيارت په ورځ هم د الانبار صوبې په القائم ښار کښې له خپلې اډې څخه شاتګ وکړ.

ځينو سرچينو د امريکې دغه په شاتګ په عراق کښې په خپلو اډو له پرله پسې حملو څخه د امريکائي فوځيانو د ويرې له په وجه بللے دے.

د عراق زياتره خلق له خپلو چارواکو څخه له خپلې خاورې نه د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو د وېستلو غوښتونکي دي.

يو بل خبر دا چې د عراق د الحشد الشعبي ځواکونو د دغه هېواد په صلاح الدين صوبه کښې د داعش ترهه ګرې ډلې دوه سرغنه له خپلو نورو دريو ملګرو سره هلاک کړل.

دغه ترهه ګر عناصر د يوې چاودنې د ترسره کولو لپاره د چمتووالي په حال کښې وو چې د الحشد الشعبي ځواکونو لخوا پرې حمله اوشوه او هلاک کړې شول.