د امریکا اکثره خلک د فلسطین هیواد ملاتړ کوي
Apr 22, 2020 15:49 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ګالوپ موسسې نظر سنجې نتیجې د دې ښودنه کوي چې د امریکا پینځه پنځوس (۵۵) فیصده خلک د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا ملاتړ کوي او څلوردیرش (۳۴) فیصده نور بیا له دغه موضوع سره مخالف دي او لس (۱۰) فیصده امریکایانو هم دغو پوښتنو ته ځوابونه ورنکړل .
د ګالوپ موسسې د دغه نتیجو پراساس له اتو (۸) کلونو وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا څه دپاسه نیمايي خلک د فلسطین د خپلواکه هیواد د جوړیدا ملاتړي دي .
وروسته له دې چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش په ۲۰۰۳ میلادي کال کښې د سازباز خبرې پیل کړې د فلسطین د خپلواکه هیواد له جوړیدا څخه د امریکا د خلکو ملاتړ اته پنځوس (۵۸) فیصده وو .
ټیګونه