داعش ډله به هیڅکله له سره منظم نشي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i89853-داعش_ډله_به_هیڅکله_له_سره_منظم_نشي
زمونږ خبریال وايي د عراق د ګډو عملیاتو د کمیټۍ ویاند تحسین الخفاجي ټينګار وکړ د داعش ترهګرې ډلې غړي په هغو سختو ماتیو سره چې خوړلي یې دي هیڅکله له سره نشي منظم کیدلای .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 05, 2020 12:46 Asia/Kabul
  • داعش ډله به هیڅکله له سره منظم نشي

زمونږ خبریال وايي د عراق د ګډو عملیاتو د کمیټۍ ویاند تحسین الخفاجي ټينګار وکړ د داعش ترهګرې ډلې غړي په هغو سختو ماتیو سره چې خوړلي یې دي هیڅکله له سره نشي منظم کیدلای .

هغه د عراق د امنیتي ځواکونو لخوا د داعش ډلې د عناصرو په تعقیبولو ټینګار سره وویل د هیواد په بابل ولایت او یوشمیر سیمو کښې د داعش تکفیري ترهګرې ډلې وروستې حملې یوازې د بغداد او د  کربلا د ګواښلو لپاره هڅه وه چې وکولای شي رسندوي بریالیتوب لاس ته راوړي .

الخفاجي د داعش د پاتې شونو د کمزوري شوي روحیې پیاوړي کول او د ګډوډۍ رامینځته کول د عراق په بیلابیلو سیمو کښې د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د دغه ډلې  د غړیو په هدفونو کښې وبلل .

د داعش ترهګرې ډلې له ماتي سره سره اوس هم د عراق په بیلابیلو سیمو کښې د دغه دلې یوشمیر غړي شته او په تیت پرک ډول ترهګر بریدونه کوي .

د عراق رسنیو خبرداری ورکړی دی امریکا په عراق کښې له خپلو ځینو اډو څخه په شاتګ کولو سره د داعش پاتې شونو ته اجازه ورکړي ده چې خپلې حملې له سره پیل کړي .

امریکا دغه راز د داعش او د نورو ترهګرو ډلو ګڼ شمیر غړي اوس له سوریې څخه عراق ته انتقال کړي دي چې هلته بریدونه له سره پیل کړي او د بغداد په حکومت دباو راولي چې د واشنګټن غوښتنو ته غاړه کیږدوي .