فلسطینیانو له امریکا سره استخباراتي غږملتیا ختمه کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i90250-فلسطینیانو_له_امریکا_سره_استخباراتي_غږملتیا_ختمه_کړه
زمونږ خبریال وايي د فلسطین یوه(۱) چارواکي پرون وویل فلسطینیانو د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې له نیواکي ټاټوبو سره د ځینو سیمو په یوځاې کولو اعتراض کښې له امریکا او صهیونیسټ رژيم له د امنیتي موافقو له لغو کولو وروسته د امریکا له جاسوسۍ ادارې سي ايي ای (CIA) سره تماسونه هم ځنډولي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2020 00:20 Asia/Kabul
  • فلسطینیانو له امریکا سره استخباراتي غږملتیا ختمه کړه

زمونږ خبریال وايي د فلسطین یوه(۱) چارواکي پرون وویل فلسطینیانو د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې له نیواکي ټاټوبو سره د ځینو سیمو په یوځاې کولو اعتراض کښې له امریکا او صهیونیسټ رژيم له د امنیتي موافقو له لغو کولو وروسته د امریکا له جاسوسۍ ادارې سي ايي ای (CIA) سره تماسونه هم ځنډولي دي .

د فلسطین د ازادي غواړي تنظیم مشر صائب عریقات وویل مونږ امریکا له دغه موضوع  خبره کړي ده .

دا په داسې حال کښې دي چې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس هم وړمه ورځ د امنیتي غږملتیا په شمول له امریکا او اسرائیلو سره د ټولو موافقو د لغو کولو  خبر ورکړی و .

د امریکا له جاسوسۍ اداري سي ايي ای(CIA) سره استخباراتي غږملتیا حتی د فلسطینیانو لخوا  په ۲۰۱۷ میلادي کال کښې د امریکا د ولسمشر لخوا د سولې د هڅې له بایکاټولو سره سره دوام درلود .