فلسطینیانو له امریکا سره استخباراتي غږملتیا ختمه کړه
زمونږ خبریال وايي د فلسطین یوه(۱) چارواکي پرون وویل فلسطینیانو د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې له نیواکي ټاټوبو سره د ځینو سیمو په یوځاې کولو اعتراض کښې له امریکا او صهیونیسټ رژيم له د امنیتي موافقو له لغو کولو وروسته د امریکا له جاسوسۍ ادارې سي ايي ای (CIA) سره تماسونه هم ځنډولي دي .
د فلسطین د ازادي غواړي تنظیم مشر صائب عریقات وویل مونږ امریکا له دغه موضوع خبره کړي ده .
دا په داسې حال کښې دي چې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس هم وړمه ورځ د امنیتي غږملتیا په شمول له امریکا او اسرائیلو سره د ټولو موافقو د لغو کولو خبر ورکړی و .
د امریکا له جاسوسۍ اداري سي ايي ای(CIA) سره استخباراتي غږملتیا حتی د فلسطینیانو لخوا په ۲۰۱۷ میلادي کال کښې د امریکا د ولسمشر لخوا د سولې د هڅې له بایکاټولو سره سره دوام درلود .