په یمن به تیري کونکي پښیمانه شي
د یمن د پوځ او ولسی کمیټیو ویندوی یحیی السریع هم ټینګار کړی د یمن په بیلا بیلو سیمو به د تیری ګرو د حملو سختول هغو لپاره بدې پاییلې ولري
د یمن د انصار ا... غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام بیګا د اختر په ورځ د یمن په بیلا بیلو سیمو د سعودی تیری ګر ایتلاف حملې وغندلې او ویې ویل په یمن به تیري کونکي پښیمانه شي .
عبدالسلام زیاته کړه د یمن پرضد په کلابندۍ په تپلو ، او وحشیانه او وینه بهونکی اقداماتو د سعودی تیری ګر ایتلاف ټینګار به د تیري ګرو لپاره امنیت رانه وړی .
د یمن د پوځ او ولسی کمیټیو ویندوی یحیی السریع هم ټینګار کړی د یمن په بیلا بیلو سیمو به د تیری ګرو د حملو سختول هغو لپاره بدې پاییلې ولري .
سعودی جنګی الوتکو په تیرو ساعتونو کې په الجوف ، مارب ، صعده او داسې نورو سیمو څه د پاسه ۴۸ حملې او بمبارۍ کړی دي . په دغو وحشیانه حملو کې په لسګونو بیګناه یمنیان مړه او ژوبل شوي دي .