عراق کښې د حشد الشعبي څلور غړي شهیدان او زخمي شول
د حشد الشعبي په نوم د عراق ولسي مبارز ځواک بیګا د دغه هیواد د شمال په صلاح الدین ولایت کښې د خپلو څلورو جنګیالیو د شهادت او زخمي کیدو خبر ورکړ.
د حشد الشعبي په نوم د عراق ولسي مبارز ځواک بیګا د دغه هیواد د شمال په صلاح الدین ولایت کښې د خپلو څلورو جنګیالیو د شهادت او زخمي کیدو خبر ورکړ.
د عراق د ولسي مبارز ځواک مرکز په یوه خبرپاڼه کښې ویلي چې د صلاح الدین ولایت د سویل په العیث سیمه کښې د دغه سازمان د ځواکونو د تیریدو په لاره کښې د ښخ کړې شوي بم د چاودیدو له امله د حشد الشعبي یو غړی شهید شوی او درې نور زخمي شول.
له بلې خوا د حشد الشعبي د ۵۳ کنډک قومندان علي محمد په نینوا ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې د څو ټنلونو د ورانولو خبر ورکړ.
په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتې سره سره د دغه هیواد په ځینو سیمو کښې لاهم د یادې ترهګرې ډلې یوشمیر کسان شته او کله ناکله ترهګر اقدامات ترسره کوي.