د امریکا عسکرو د عراق په حزب الله برید کړی
زمونږ خبریال وايي خبري سرچینو نن سهار د عراق د پلازمینې بغداد په الدوره سیمه کښې د ولسي بسیج ځواک الحشد الشعبي تر څارنې لاندې د حزب الله غونډونو په مرکز د امریکا د ترهګرو ځواکونو د برید خبر ورکړ .
د امریکا ترهګرو عسکرو نن سهار وختي د بغداد په الدوره سیمه کښې د عراق د حزب الله غونډونو په مرکز برید سره د دغه غونډ کابو دیارلس (۱۳) غړي ونیول .
د امریکا عسکرو له کوم ثبوت پرته د عراق د حزب الله غونډونو دغه دیارلس (۱۳) کسان په عراق کښې د امریکا په تاسیساتو او ګټو باندې د حملې لپاره په هڅې تورن کړي دي .
د عراق ټولو مقاومت ډلو د امریکا ترهګرو عسکرو ته څلرویشت (۲۴) ساعته وخت ورکړی دی چې د حزب الله غونډونو غړي دې خوشي کړي .
دغه راز خبرونه وايي چې د عراق د النجبا اسلامي غورځنګ ځواکونو د امریکا له ترهګرو عسکرو سره د مقابلې لپاره د بغداد د شنې سیمې په لور حرکت کړی دی .
د عراق د اصحاف کهف په نوم مقاومت ډلې هم امریکا ته خبرداری ورکړی دی که چیرې د حزب الله غونډونو نیول شوي غړي خوشي نشي نو په بغداد کښې به د امریکا په سفارت حمله وکړي .