په لبنان کې د ناامنیو تر شا بهرنی مداخله
په حقیقت کې د مقاومت د چورلیز کمزوری کول د لبنان په داخلی چارو کی د بهرنۍ لاس وهنې هدف او مهم علت دی .
د لبنان امنیتی سرچینو په دغه هیواد کی د ۴۰ بلواګرو او ګوډاګی وران کارو د نیولو خبر ورکړ چی لبنانی او غیر لبنانی تابعیت یې درلودلی او د بیروت په شمول د دغه هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د وران کارۍ او ګډوډۍ په رامینځته کولو پسې وو . له بلواګرو بهرنیو لوبغاړو ملاتړ کاوه .
د حسن دیاب په مشرۍ د لبنان د نوی حکومت له جوړیدا وروسته دغه هیواد د حکومتی ضد اعتراضونو شاهد وو. د اعتراضونو درامینځته کیدنې اصلی عامل نامناسب اقتصادی وضعیت او په تیره بیا د ډالر په وړاندې د لبنان دپیسو د ارزښت د کمیدا په اړه نامناسب اقتصادی وضعیت وو . په عین حال کی د لبنان په داخلی بدلونونو کې د بهرنیو لوبغاړو لاس وهنه او رول هغه موضوع ده چی په ځلونو د لبنان د رسمی چارواکو لخوا مطرح شوی ده . په تازه ویناو کی د لبنان د کورنیو چارو وزیزر محمد فهمی نظر همدا دې چی د لبنان په بلواګانو کی بهرنی لاس وهنه موجود ده . هغه کسان چی د لبنان امنیتی عسکرو نیولی دي ، هغو هم اعتراف کړی چی په لبنان کې یې د بلواګانو د رامینځته کولو په بدل کی پیسې او مالی سرچینې ترلاسه کړي دي .
داسې ری چی امریکا ، عربستان او امارذات هغه هیوادونه دي چی د لبنان په داخلی چارو کی او د دغه هیواد د اوسنی حکومت پرضد لاس وهنه کوی . ځینو سرچینو د لبنان په وروستیو نارارامیو کې د ترکیې د رول خبر ورکړی دې .
د لبنان په داخلی چاروکې د بهرنۍ لاس وهنې اصلی علت په دغه هیواد کې د قدرت له اوسنی جوړښت نارضایتی ده . د لبنان اوسنی حکومت د مقاومت د ایتلاف په ملاتړ اود لویدیځ پالواو عربی ساز بازچورلیزتر ملاتړ لاندې ډلو له ګډونه پرته رامینځته شوې دې . په حقیقت کې د مقاومت د چورلیز کمزوری کول د لبنان په داخلی چارو کی د بهرنۍ لاس وهنې هدف او مهم علت دی . دغه هدف ته د رسیدا لپاره هم حکومتی ضد مظاهرې ، د اقتصادی خپګانونو رامینځته کول او په نهایت کی د لبنان په بیلا بیلو سیمو کی تاوتریخوالی او بلوې رامینځته کول په ایجنډه کې شامل شول . امریکا د لبنان په داخلی چارو کی د اقتصاد له اړم په استفادی سره هڅه کوی چی خلک په ارامښت کې نه وی تر څو مقاومت قدرت ترلاسه نکړې شي .
پر دې سربیره امریکا او د هغې عربی متحدان هم د لبنان د حزب ا... پرضد هدفمنې څرګندونې کوي او کوشش کوی چی حزب ا... د هیواد د اقتصادی چیلنجونو د اواری لپاره د خنډ په توګه معرفی کړی . په همدې لړ کې په لبنان کی دامریکاسفیر دوروتی شیا په یو لړ څرګندونو کې ادعا وکړه حزب ا... په لبنان کی د اقتصادی کړکیچ د اواری خنډ دې .
بله موضوع دا ده چی دلبنان په اوسنی حکومت کې لویدیځ پالې ډلې هم څومره خاصه ونډه نلری . د سعد حریری په مشرۍ د المستقبل ګوند ، د لبنانی ځواک ګونډ چی سمیر جعجع یې مشری کوی او د ولید جنبلاط په مشرۍ د سوشلیسټ ترقی غواړی ګوند د حسن دیان حکومت مخالفان دي چی په حکومت کې هم شتون نلری . د دیاب حکومت نسکورول او قدرت ته د لویدیځ پالو بیا ستنیدا د لبنان په داخلی چارو کی د بهرنیانو د لاس وهنې یوعلت دی .