ملګروملتونو د تیلو د موافقې خلاف ورزۍ کړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91662-ملګروملتونو_د_تیلو_د_موافقې_خلاف_ورزۍ_کړي_ده
زمونږ خبریال وايي د یمن انصار الله غورځنګ دې ته په اشارې سره چې ملګروملتونو د الحدیده ولایت په ساحل کښې د «صافر» د تیلو د ټانکر د حالت جاجونې ته د اړونده موافقې خلاف ورزۍ کړي ده په دغه پیښه کښې د دریم (۳) لوري د بې طرفانه رول د لوبولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 22, 2020 10:29 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د تیلو د موافقې خلاف ورزۍ کړي ده

زمونږ خبریال وايي د یمن انصار الله غورځنګ دې ته په اشارې سره چې ملګروملتونو د الحدیده ولایت په ساحل کښې د «صافر» د تیلو د ټانکر د حالت جاجونې ته د اړونده موافقې خلاف ورزۍ کړي ده په دغه پیښه کښې د دریم (۳) لوري د بې طرفانه رول د لوبولو غوښتنه وکړه .

په صنعا کښې د انصار الله غورځنګ د سیاسي لوړې شورا غړي محمد علي الحوثي په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل ملګروملتونو د صافر د تیلو د ټانکر د حالت جاجونې ته د اړونده موافقې خلاف ورزۍ کړي ده .

هغه وویل د یمن د ملي ژغورنې حکومت د دریم (۳) نړیوال لوري چې په یمن کښې په تیریو کښې ګدون نه لري او له  غمیزې او کارړنګونې خبر دی د رول د لوبولو غوښتنه کوي .

د ملګروملتونو امنیت شورا په تیرې چهار شنبې ورځ له یوې (۱) غونډې وروسته چې د صافر د تیلو د ټانکر په   کړکیچ د غور لپاره د یمن د  حکومت په غوښتنه وشوه له انصار الله غورځنګ څخه وغوښتل د ملګروملتونو کارپیژاندو ته صافر ټانکر ته د لاسرسي اجازه ورکړي .

د صافر د تیلو ټانکر له تیرو څلورو (۴) کلونو راهسې د الحدیده ولایت په «راس عیسي» بندر کښې لنګر اچولی دی او څه د پاسه یو(۱)میلیون بیرله تیل پکښې بار دي .