په عراق کښې د امريکې په اډې بيا راکټي حمله اوشوه
Jul 29, 2020 01:28 Asia/Kabul
عراقي رسنيو بېګا د بغداد له نړيوال هوائي ډګر سره نزدې د امريکې په ملکه وېکټوريا نومې فوځي اډې باندې د څو راکټونو د لګېدو خبر ورکړ.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د عراق دجله نومې سېټيلائيټ چېنل بېګا د دغه هېواد يوې سرچينې له قوله رپوټ ورکړ چې له بغداد هوائي ډګر سره نزدې د امريکې ملکه ويکټوريا نومې اډه او فوځي کېمپ په څو کاټيوشا راکټونه لګېدلي دي.
د عراق سومريه ټي وي چېنل هم د باخرو سرچينو له قوله په دغې اډې بادې د څو راکټونولګېدل تائيد کړل. البته د احتمالي سر او مال تاوانونو په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.
ټیګونه