دعراق وارمخکې انتخابات د بحرانونو د پاي لاره چاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i91949-دعراق_وارمخکې_انتخابات_د_بحرانونو_د_پاي_لاره_چاره_ده
همام حمودي د عراق پارلیماني انتخاباتو د وارمخکې ترسره کولو د وخت په اعلانولو کې د دغه هیواد دلومړي وزیر مصطفی الکاظمي اقدام ته په اشارې سره زیاته کړې ،عراقي ښاریز ددغو انتخاباتو له لارې ، د خپلو روا غوښتنو په پوره کیدا پسې دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 02, 2020 08:31 Asia/Kabul
  • دعراق وارمخکې انتخابات د بحرانونو د پاي لاره چاره ده

همام حمودي د عراق پارلیماني انتخاباتو د وارمخکې ترسره کولو د وخت په اعلانولو کې د دغه هیواد دلومړي وزیر مصطفی الکاظمي اقدام ته په اشارې سره زیاته کړې ،عراقي ښاریز ددغو انتخاباتو له لارې ، د خپلو روا غوښتنو په پوره کیدا پسې دي .

بغدادالیوم خبری سایټ نن لیکلی دي ، د عراق د لوړې اسلامی شورا مشر همام حمودي ټینګار کړی،وارمخکې پارلیماني انتخالبات د اوسنیو بحرانونو څخه دعراق د  وتلو لپاره سوله ایزه لاره چاره ده .

  همام حمودي  د عراق پارلیماني انتخاباتو د وارمخکې ترسره کولو د وخت په اعلانولو کې د دغه هیواد دلومړي وزیر مصطفی الکاظمي  اقدام ته په اشارې سره  زیاته کړې ،عراقي ښاریز ددغو انتخاباتو له لارې ، د خپلو روا غوښتنو په پوره کیدا پسې دي .

 حمودي،د عراق بیلابیل سیاسی ګوندونه او ډلې ټپلې هم د وارمخکې  پارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره د زمینې  دبرابرولو لپاره هڅې ته وبللې .

 دعراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د پارلیماني انتخاباتو د وارمخکې ترسره کیدا د وخت اعلان چې هغه ته د انتقالي حکومت یوه دنده شمیرل کیدله،د ۲۰۲۱کال د جون شپږمه نیټه اعلان کړې ده .

 دعراق وروستي پارلیماني انتخابات هم د ۲۰۱۸کال د مئ په دولسمه نیټه ترسره شوي چې د انتخاباتي درغلیو او خلاف ورزیو له امله له پراخو نیوکو سره مخامخ شوي وو .