د بیروت په بوږنونکی چاودنې کې د قربانیانوشمیر له سلوتنو واوښت
د تهران ریډیو درست کارکونکي ددغې بوږنونکي چاودنې په اړه غمځپلو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي
راپور ښئ د لبنان د سرۀصلیب عمومی منشي جارج کتانه وئيلي دي په دغې چاودنې کې په لسګونو کسان بې درکه شوي هم او وئیل کیږي ،چې ښائي د کنډوالو لاندې شوي وي .په قربانیانو کې په لسګونو بهرني وګړي هم ترسترګو کیږي .
وئیل کیږي ، دغه چاودنه د بیروت په بندر کې د آمونیم نائيتریټ کیمیکل موادو په زیرمې کې شوي چې له امله ئې دبیروت کابو زیاتره برخه تاواني شوې ده او دا هم وئیل کیږي ، چې چاودنه دومره زوروره وه چې دبیروت تر اویا کلومیټرو پورې ئې غږ آوریدل شوی دی .
ددې چاودنې دنورو جزیاتو په باب له مونږ سره ووسئ .
داپه داسې حال کې دي چې د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ په اعلامیې کې له خلکو سره دخواخوږۍ په ښودلو سره پر درستو لبنانیانو غږ شوی،خپل وحدت او انسجام دې وساتي او درست دې د غمځپلو مرستو ته ودانګي .
له دې سره په یووخت د اسلامی ایران د ولسمشر پشمول لوړپوړو چارواکو دغه چاودنه یوه ستره غمیزه بللې او وئيلي ئې دي د اسلامی ایران درست ملت او حکومت د لبنان له غمځپلو وروڼو خوئيندو سره په غم کې شریک دي او له دوي سره هر ډول مرستو او ملګرتیاؤته تیار دی .