د عراق پارلمان د امریکا د عسکرو په وتلو ټینګار وکړ
زمونږ خبریال وايي د عراق د پارلمان ځینو استازیو یوځل بیا د امریکا د عسکرو په وتلو ټینګار وکړ .
د عراق په پارلمان کښې د الفتح ائتلاف استازي محمد کریم وویل لومړی وزیر مصطفی الکاظمي امریکا ته په سفر کښې باید له خپل هیواد څخه د واشنګټن د عسکرو د ایستلو په هکله د پارلمان د مصوبې په هکله سلامشوره وکړي .
هغه وویل د امریکا سپینې ماڼۍ ته د عراق د لومړي وزیر الکاظمي پیغام دا دی چې عراق د سیمه ییزو او د نړیوالو جګړو لپاره یو (۱) میدان نه دی .
د عراق د الفتح ائتلاف یوه(۱) بل استازي فالح الخزعلي هم وویل لومړی وزیر مصطفی الکاظمي باید په بصرې ولایت کښې د امریکا له عسکرو د «جریشان» لارې کنټرول په لاس کښې واخلي ځکه چې له دې لارې څخه هیواد ته وسلې او فاسد خواړه او درمل ورځي .
د عراق خلکو له ډیرې مودې راهسې په خپل هیواد کښې د امریکا د عسکرو د شتون په دوام سره مخالفت اعلان کړی دی .
د عراق د پارلمان استازیو د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په پینځمه (۵) نیټه له خپل هیواد څخه د امریکا د عسکرو د وتلو پلان تصویب کړ .
په سیمه په تیره بیا عراق ، افغانستان او سوریې کښې د امریکا ، د بریتانیا او د هغوې د ملګرو هیوادونو د عسکرو شتون د ناامنۍ ، بې ثباتۍ او د نشه ییزو موادو د قاچاق د زیاتیدا ستر عامل دی .