د دیاب حکومت استعفا په لبنان کې تکراری کیسه
د لبنان د اوسنیو ګډوډیو د عامل په توګه د حزب ا... معرفی کول هم د حقیقت اپوټه ښودل او د حزب ا... پرضد د جنګ پیژندلو په چوکاټ کې د ناسم انځور وړاندی کول دی .
د لبنان لومړی وزیر حسان دیاب د اګست په ۱۰ له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه او د ولسمشر میشل عون له لوری د دغې استعفا په منلو سره مقرره شوه چی دیاب د نوی لومړی وزیر تر معرفی کیدا وخته د چارو د پرمخ بوتلونکی لومړی وزیر په توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړی .
حسان دیاب د لبنان څلور پینځوسم لومړی وزیر دې . له ۱۹۹۲ میلادی تراوسه ۵ لومړی وزیرانو خپلې څوکۍ استعفا ورکړی ده . عمر کرامی په ۱۹۹۲ میلاد ی کال کی د لبنان له لومړی وزارته استعفا ورکړه او رفیق حریری د هغه ځای ناستې شو . عمرکرامی په ۲۰۰۵ میلادی کال کی د دوهم ځل لپاره له لومړی وزارته استعفا ورکړه . نجیب میقاتی په ۲۰۱۳ کال کی او سعد الحریری هم په ۲۰۱۹ میلادی کال کی د لبنان له لومړی وزارته استعفا ورکړه او حسان دیاب هم پنځم لومړی وزیر دې چی استعفا یې ورکړی ده . پر دې اساس په لبنان کې په استعفا سره د حکومتونو لیری کیدا کومه نوی موضوع نده .
بل ټکی دا دې چی حسان دیاب له اوه میاشتو په کم وخت کی د لبنان له لومړی وزارته استعفا ورکړی ده ، خو د لومړی وزارت کمه موده دیاب ته نده بیل بلکې نجیب میقاتی په ۲۰۰۵ میلاد یکال کی یوازې درې میاشتې د لبنان لومړی وزیر وو . عمر کرامی هم په ۲۰۰۵ میلادی کال کی یوازې ۴ میاشتې د لبنان د لومړی وزارت په څوکۍ کې شتون درلوده .
بل مهم ټکې دا دې چی د لبنان په داخل او بهر کی د مقاومت مخالفان هڅه کوی د دودیزواو نویو رسندویو له لارې له یوې خوا د دیاب حکومت استعفا د حزب ا... ماته عنوان کړی او له بل پلوه حزب ا... په لبنان کې د سیاسی او اقتصادی ګډوډویو عامل معرفی کړی . حقیقت دا دې چی د دیاب استعفا د حزب ا... ماته نه حسابیږی ځکه چی دیاب د مقاومت لومړی وزیر نه وو بلکې یوازې د مقاومت ایتلاف په ملګرتیاد کابینې په جوړولو بریالې شو ، هماغه ډول چی حزب ا... په ۲۰۱۱ کال کی د میقاتی ، په ۲۰۱۴ کال کی د تمام سلام او په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کې د سعد حریری د حکومتونود جوړولو په بهیرکې هم ملګرتیا وکړه .
د لبنان د اوسنیو ګډوډیو د عامل په توګه د حزب ا... معرفی کول هم د حقیقت اپوټه ښودل او د حزب ا... پرضد د جنګ پیژندلو په چوکاټ کې د ناسم انځور وړاندی کول دی . په وروستیو اتو ویشتو کلونو کی کابوپنځلس کاله قدرت د رفیق حریری او سعد حریری په اختیار کی وو .
۵۲ میاشتې د فواد سینوره په لاس کی وو چی د حزب ا... جدی مخالف حسابیږی . نجیب میقاتی او تمام سلام هم ټول ټال ۷۰ میاشتې قدرت په لاس کی درلوده چی دواړه د څوارلسم مارچ له ډلې وو . د سلیم الحص او عمر کرامی په حکومتونو کې هم اساسا حزب ا... په قدرت کی رول ندې درلودلې او د حکومت په بڼه غوره کولو کې یې هیڅ مشارکت ندې درلودلې . پر دې اساس د اوسنیو ګډوډیو د عامل په توګه د حزب ا... معرفی کول او د لبنان د عمومی منشی سید حسن نصرا... ته دځینو معترضانو سپکاوې د لبنان دمقاومت پرضد د جنګ پیژندلو په چوکاټ کې یو هدفمن او پلان شوې اقدام دې .
د پای او مهم ټکی دا دې چی له ۱۹۴۳ میلادی کال راهیسې د لبنان بدلونونه ښی چی په دغه هیواد کی دحکومتونو عمر لنډ دې . دا وضعیت د مهمې پوښتنې سبب کیږی چی ولې په اساسی توګه لبنان د لنډو حکومتونو ټاټوبې دې ؟ شاید د دې پوښتنې ځواب د لبنان په داخلی جغرافیه کې نه وی او هغه باید د دغه له ټاټوبی بهر ولټول شی ، هماغه ډول چی د دیاب حکومت پرضد اجتماعی او سیاسی تاوتریخوالې چی د دغه حکومت د استعفا سبب شو د بهرنیودباونو پرته بڼه نده خپله کړی . داسې ښکاری په لبنان کې سیاسی ګډودې او بی ثباتۍ د بهرنیو قدرتونو یو لومړیتوب او اصلی هدف دې .