امارات دفلسطین له خوا د خبرو کولو هیڅ حق نه لري
د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو دمشر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اماراتو دخارجه وزارت سلاکار وزیر انور قرقاش په یولړ څرګندونو کې مدعي شوی ، له اسرائیلو سره ئې د اړیکو دعادي کولو دموافقې لاسلیک کیدا د دوو حکومتونو درامینځةکیدا دحل لارې د ژغورنې او دفلسطین او تل ابیب ترمینځ د خبرواترو دبیرته پیلیدا په خاطر د وخت اخستو په خاطر شوي او یو مناسب اقدام شمیرل کیږي .
زمونږ خبریال د یروشلم پوسټ خپرونې له قوله راپور راکړ ، د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس پرون د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون سره په ټيلیفوني تماس کې ټینګار کړی ،متحده عربی امارات یا بل کوم یو هیواد د فلسطین د ملت له خوا د خبروکولو حق نه لري . محمود عباس ټينګار کړی ، د هر یوه عربي هیواد له خوا ورته اقدام به یو شان دریځ ولري .
د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو دمشر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اماراتو دخارجه وزارت سلاکار وزیر انور قرقاش په یولړ څرګندونو کې مدعي شوی ، له اسرائیلو سره ئې د اړیکو دعادي کولو دموافقې لاسلیک کیدا د دوو حکومتونو درامینځةکیدا دحل لارې د ژغورنې او دفلسطین او تل ابیب ترمینځ د خبرواترو دبیرته پیلیدا په خاطر د وخت اخستو په خاطر شوي او یو مناسب اقدام شمیرل کیږي .داپه داسې حال کې دي ، چې د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه مشر محمود الزهار هم پرون په غزې کې د زرګونو خلکو په ټول کې وئیلی دي ، له اسرائيلو سره د اماراتو د اړیکو دعادي کولو بې شرمه موافقه د فلسطین د آئيډیا حذفولو او د نیواکګر رژيم له لیکو سره د یوځاي کیدا په معنا ده . هغه د عربانو له پارلیمانونو اونړیوالو غوښتي دي ، له اسرائیلو سره د اماراتو د اړیکو عادی کول دې په کلکه محکوم کړي . وئيل کیږی پاریدلومظاهره کونکو زرګونو فلسطینیانو همداراز په دغو اعتراضیه مظاهرو کې دډونالډټرمپ ، نتن یاهو او دمحمد بن زاید عسکونه هم وسوزول .
د اسرائیلو او متحده عربی اماراتو ترمینځ موافقې د فلسطینیو خلکو اوډلو ، دسیمې د هیوادونو او دنړۍ دزیاتره سیاسی شخصیتونو د سختو اعتراضونو څپه راپورته کړې ده اوتقریبا درستو د اماراتو دغه اقدام د فلسطین له آئيډیاؤ سره ستر خیانت بللی دی . همداراز په پاکستان کې هم د اسرائيلو او اماراتو ددغه کرغیړن اوسپیرۀ اقدام په خلاف سترې مظاهرې او کرکه نندارې ته وړاندې شوي ده .