له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکوعادي کول سترخیانت دی
ټاکل شوې ده د فلسطین د اسلامی مقاومت دمبارزو ډلو ځيني مشران د لبنان د حزب ا... ولسی مبارز غورځنګ له عمومی منشي سید حسن نصر ا.. سره هم لیده کاته وکړي او دسیمې د وروستیو بدلونونو او دفلسطین او لبنان دحالاتو په باب به ورسره دنظر تبادله وکړي .
فارس خبری آژانس راپورورکړی ، د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه بیګا دلبنان په بیروت کې د فلسطین دا سلامی جهاد غورځنګ له عمومي منشي زیات النخاله سره په کتنې کې دسیمې او دفلسطین او غزې تړانګې په ورستیو بدلونونو د نظر تبادله کړې او په ځينو موضوعګانو ئې سره موافقه کړې ده .
دوی همداراز په یوې ګډې اعلامیې کې وئيلی دي ، له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د ځينو عربو حکومتونو د اړیکو د عادي کولو هڅه له اسلامی امت ،فلسطین اوقدس شریف سره ستر خیانت دی او که دغه ساز باز کونکي حکومتونه پخپلو کړنو بیا غور ونه کړي ، نو دعربو اومسلمانانو راتلونکي نسلونه به ئې هیڅکله هم ونه بخښي .
همداراز د حماس غورځنګ یوه لوړپوړي مشر اسامه حمدان هم له المیادین ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې وئیلی دي ، په بیروت کې د فلسطینیو مبارزو ډلو د مشرانو ناسته د نیواکګروانو دتیریو او له صهونیسټي رژيم سره د اړیکو له عادی کونکي بهیر سره دمقابلې لپاره د فلسطنییانو دهلوځلو د وحدت په موخې سره ترسره کیږي .