په ابراهم موافقې کښې له فلسطین سره د عربو ارګانونو شخړه :-
د عربو اتحادیې ننۍ غونډه په داسې شرایطو کښې ترسره کیږي چې له صهیونیسټ رژيم سره د متحده عربي اماراتو د موافقې په هکله د عربو اتحادیې او د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا دریځ په تیرو څو ورځو کښې ثابته کړه چې په عربي نړۍ کښې دارګانونو تجربه له ماتي سره مخ شوه او دغه ارګانونه عملا د فلسطین په شمول د غړیو هیوادونو د ګټو په تامینولو کښې د رول په لوبولو کښې ناتوانه دي .
د اړیکو د عادي کولو لپاره د صهیونیسټ رژيم او د متحده عربي اماراتو له موافقې وروسته چې د ابراهم په موافقې مشهوره شوه د فلسطین کورواکه تشکیلاتو او فلسطیني ډلو د نوموړي موافقې د غندلو لپاره یوشان دریځ غوره کړ او په وسله وال مقاومت او مقابلې یې ټینګار وکړ .
دغه یوشان دریځ له هر څه زیات د لبنان په پلازمینې بیروت کښې د فلسطین د څوارلسو (۱۴) ډلو د مشرانو او د نورو چارواکو د تیرې پنجشنبې ورځې په غونډې کښې ښکاره و .
په عین حال کښې د فلسطین کورواکه تشکیلاتو په عربو اتحادیې غږ وکړ چې د ابراهم موافقې په باره کښې ځانګړي غونډه جوړه کړي خو عربو اتحادیې د فلسطین له دغه غوښتنې سره مخالفت وکړ او ویې ویل د عربو اتحادیې په عادي غونډې کښې به چې په سپتمبر میاشت کښې جوړیږي په دغه موضوع غور وشي .
د عربو اتحادیې ننۍ غونډه به په داسې شرایطو کښې ترسره شي چې د ابراهم د موافقې په هکله د عربو ارګانونو انفعالي دریځ د فلسطین پرضد په یوه (۱)دریځ بدل شوی دی .
په همدې لړ کښې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا مشر نایف الحجرف چې د ده تر مشرۍ لاندې ارګان د ابراهم موافقې په هکله هیڅ غبرګون نه دی لرلی او په تلویحي ډول یې د دغه تړون ملاتړ کړی و په تیرې دوشنبې ورځ ادعا وکړه په بیروت کښې د فلسطیني ډلو په غونډې کښې ځینو ګډون کونکو د نورو کسانو په ګواښلو او کسانو په لمسولو لاس پوری کړی دی او د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس باید د دغه موضوع په خاطر بښنه وغواړي .
که څه هم د فلسطین ډلو او شخصیتونو د فارس خلیج د ملګرتیا د شورا د مشر دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی خو دغو څرګندونو له یوې خوا وښودله چې د عربو په غونډې کښې به د فلسطین په دفاع کښې هیڅ دریځ غوره نشي او له بلې خوا د فلسطین کورواکه تشکیلات په کمزوري دریځ کښې ورغلي دي او د وسله وال مقاومت په هکله د بیروت د غونډې له پاییزې بیانیې په شا شوي دي .
د فلسطین استازي د یوه (۱)پریکړه لیک مسوده برابره کړي ده چې د عربو اتحادیې په نن ورځې غونډې کښې یې وړاندي کړي چې هم په عربو هیوادونو د فلسطین نیوکې کمې شي او هم د ابراهم موافقې په خاطر د متحده عربي اماراتو د غندلو یا د دغه هیواد پرضد د کوم اقدام لپاره هیڅ غوښتنه هم مطرح نشي .
دا په داسې حال کښې دي چې د فلسطین کورواکه تشکیلاتو له دې مخکې له متحده عربي امارات سره د صهیونیسټ رژيم موافقه خیانت او له شا څخه د فلسطین په ملت په چاړې سره د ګوزار په توګه بللی و .
د ابراهم موافقې په هکله د عربو ارګانونو دغه دریځ او دغه دریځ ته د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو غبرګون څو مهم ټکي لري .
لومړۍ(۱) ټکی دا دی چې د ابراهم د موافقې اصلي بایلونکی د فلسطین کورواکه تشکیلات دي ځکه چې نوموړي موافقې وښودله له صهیونیسټ رژیم سره د امنیتي ملګرتیا ، خبرو اترو او د سازباز په هکله د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو کړچار په عمل کښې له ماتي سره مخ شوی دی .
د بیروت د تیرې پنجشبې ورځې په غونډې کښې هم په دغه موضوع ټینګار شوی دی .
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د سازباز کولو کړچار نتیجه او پایله له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو موافقه وه چې د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو هغه د سولې په مقابل کښې سوله وبلله یعني نه یوازې د نیواکي ټاټوبي هیڅ سیمه ازادیږي نه بلکې صهیونیسټ رژیم د اردن سین د لویدیځې غاړې د څه دپاسه دیرش (۳۰) فیصده خاورې له ځان سره په یوځاې کولو هم ټینګار لري .
دوهم (۲) ټکی دا دی چې د ابراهم موافقه د عربي نړۍ یوه(۱) ترټولو مهمه موضوع یعني د فلسطین په موضوع ښکار ګوزار وکړ .
خو د دغه موافقې په هکله د عربو ارګانونو په تیره بیا د عربو اتحادیې او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا دریځ وښودله دغه ارګانونه د غړیو هیوادونو د ګټو تامینونکي نه دي بلکې د متحده عربي اماراتو او د بحرین په شمول د سعودي عربستان او د هغه د متحدانو په خدمت کښې یو(۱) اوزار ګڼل کیږي او د غړیو هیوادونو د ګټو د دفاع لپاره هیڅ کارندوالی نلري .
ویلی شو چې د ابراهم موافقه به په عربي نړۍ کښې د ارګانونو د تجربي ماتي په رسمي ډول وښيي .