د عربو اتحادیه د فلسطین د ملت ملاتړي نه ده
فارس خبري اژانس وايي د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ دسیاسي دفتر غړي محمد الهندي له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو د عادي کولو له غندلو سره د عربو اتحادیې مخالفت ته په غبرګون کښې وویل د عربو اتحادیه نور د فلسطین د ملت ملاتړي او د ویښو ملتونو استازي نه ده .
هغه وویل په عربو اتحادیې کښې داسې هیوادونه شتون لري چې له فلسطین څخه یې لاس اخیستی دی او اسرائیلو ته یې پناه وړي ده او له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کیدا له غندلو سره مخالفت کوي .
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي محمد الهندي له عربو اتحادیې څخه د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د وتلو غوښتنه وکړه .
بل خبر دا چې د فلسطین خارجه وزیر ریاض المالکي له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو عادي کیدل په ثابتو اصولو سترګې پټول او له سرو کرښو تیریدل وبلل .
یوشمیر عربو هیوادونو په چهارشنبې ورځې غونډې کښې د هغه پریکړه لیک مسوده چې فلسطین له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو د عادي کیدا پرضد وړاندې کړي وه ناکامه کړه .